لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: له ای ایم ایف سره په پور اخیستلو اتفاق راغلی خو پر شرایطو بحث روان دی


واشنګټن ــــ د پاکستان د سټېټ بېنک مشر وایي، له اقتصادي بحرانه د وتلو لپاره پاکستان او د پیسو نړیواله اداره (ای ایم ایف) دې هېواد ته د پیسو ورکولو پر سر سره سلا شوي دي، خو وایي د پیسو پر شریطو یې لا بحثونه روان دي.

د سټېټ بېنک مشر طارق باجوه د بلومبرګ پاکستان اقتصادي فورم ته په وینا کې ویلي، چې له بهرنیو پورونو د ژغورل کېدو له کبله دې ته اړتیا لري چې له ای ایم ایف څخه پور واخلي. وایي که څه هم په داسې حال کې د هېواد اقتصادي وده ورو کېدای شي خو وایي وروسته بیرته ښه کېدای شي.

ښاغلي باجوه ویلي، چې د پاکستان د دوستو هېوادونو له خوا په وروستیو کې د سرمایه کارۍ ژمنو دې هېواد ته له بهرنیو اقتصادي بحرانونو د خلاسون څه لاره پیدا کړې، خو وایي بیا هم اړتیا ده چې له ای ایم ایف څخه د پیسو غوښتنه وکړي.

خو اقتصادي پوهان وایي، د سټېټ بېنک دغه ژمنې له حقیقت سره سمون نه خوري، ځکه چې وایي مرکزي حکومت باید د اقتصادي بحران د ختمېدو لپاره پخپلو اقتصادي تګلارو کې بدلون راولي. د سټېټ بېنک مشر ویلي چې د اقتصاد د بحالۍ لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.

د سټېټ بېنک مشر باجوه وایي، د پاکستان په درآمداتو کې کمي راغلې خو برآمدات تر اوسه نه دي زیات شوي او د فروري په میاشت کې په دې کې کمي په نظر راغلې ده، چې وایي د دې سببونه کورني نه بلکې نړیوال دي.

د پاکستان د اقتصادي چارو کارپوه شاهد حسین صدیقي وایي، دا وخت د حکومت پر دعوو برسېره برآمدات یواځې دوه فیصده زیات شوي دي، چې وایي دا د نشت برابر دي:

"تر څو چې زموږ د ټیکسونو تګلاره نه وي بدله شوې د پاکستان په تجارتي خساره کې کمي نه شي راتلای. د سټېټ بېنک ګورنر چې کومه خبره کړې دا پخوانیو ګورنرانو هم کړې ده او دوی په دې معامه پوه دي چې کومې خبرې کوي هغه حقیقت نه لري".

بل لور ته د پاکستان د مالیې ریاستي وزیر حماد ازهر ویلي، 152,000 پاکستانیان د 11 اربه ډالرو بهرني بېنکي اکاونټونه لري، چې وایي دا مهال د مالیې د مرکزي بورډ تر څارنې لاندې دي.

د مالیې وزیر وایي پاکستان که دغه په بهرنیو بېنکونو کې پرتې پیسې تر لاسه کړي، نو دې ته به اړتیا ونه لري چې نورو ته سوال وکړي.

د وزیراعظم عمران خان د حکومت تر جوړېدو وروسته هغه له ولس سره ژمنه کړې وه، چې د اقتصادي بحران د ختمېدو لپاره به له هېواده بهر د پاکستانیانو پیسې راوړي، خو تر اوسه یې په دې اړه څه اقدام نه دی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG