لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فیصل اباد:دجنسي تیري وروسته دماشومې وژونکي ته دتېزندۍ سزا اورؤل شوې


دپاکستان دپنجاب ایالت په فیصل اباد ښار کې یوې سیمه ییزې محکمې په اته کلنه ماشومه دجنسي تیري کولو نه وروسته دهغې وژونکي مجرم عبدالرزاق ته د تېزندۍ اؤ جرمانې سزا اورؤلې ده.

په مجرم عبدالرزاق تور ؤ چې تیرکال یې په دویمه جولایي دفیصل اباد نه یوه اته کلنه ماشومه تښتولې وه، په هغې یې جنسي تیری کړی ؤ اؤ بیا یې په بې دردۍ سره وژلې وه.

پولیسو دغه مجرم په داسې حال کې د لاهور دهوایي ډګر څخه نیولی ؤ چې هیواد نه د تښتېدلو هڅه یې کوله.

ددغه قضیې اوریدنه په محکمه کې دتیرو اتوؤ میاشتو نه روانه وه خو د نهې په ورځ دفیصل اباد د ضلعي محکمې جج انعام الهي د تورونو په ثابیتیدلو مجرم عبدالرزاق ته د تیزندۍ اؤ ۳۵لکو روپو د جرمانې سزا واوروله.

په دغه قضیه کې د وژل شوې ماشومې د کورنۍ وکیل رسنیو ته ویلي چې مجرم عبدالرزاق تر دې وړاندې په نورو وړو جینکو هم جنسي تیری کړی دی.

په پاکستان کې دماشومانو دحقونو غیر دولتي سازمان ساحل پخپل یو راپور کې ویلي چې دتیرکال په وړومبیو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې په ماشومانو د جنسي تیري اؤ دهغوئ د وژنو پېښو کې ۳۲ فیصده اضافه شوې وه.

دساحل په راپور کې ویل شوي چې په ګرد هیواد کې په ماشومانو د جنسي تیري اؤ دهغوئ د وژنې ۲۳۲۲ پېښې په ورځپاڼو کې رپورټ شوي دي.

تر دې وړاندې په کال ۲۰۱۷م کې په وړومبیو شپږو میاشتو کې دغسې ۱۷۶۴ پېښې ثبت شوې وې.

ساحل وایي په پاکستان هره ورځ نهه ماشومان د جنسي زیاتو د پېښو سره مخ کیږي.

د غیر دولتي ادارې ساحل مشره منزه بانو په پاکستان کې د ماشومانو سره کیدونکي جنسي پېښو په زیاتوالي وي او ای ډیوه ته ویلي، دغه شان پېښې په ګرده نړۍ کې ترسره کیږي خو د نورو هیوادونو په پرتله پاکستان کې د داسې پېښو د مخ نیوي لپاره مناسب او موثره ګامونه نه پورته کیږي.

میرمن بانو وايي که عدالتي فیصلې زر وشي او مخالفه ډلې مصالحت ته پرې نه ښودل شي او د متاثره ماشومانو او کورنیو د ذهني او اعصابي مرستو لپاره مرکزونه جوړ شي نو دغه شان پېښو مخ نیوي کې به کامیابي ترلاسه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG