لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرو بلنه ورکړې ده


د خېبرپښتونخوا حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ته په رسمي ډول د خبرو بلنه ورکړې او ويلي يې دي د پي ټي اېم د مشرتابه سره د خبرو د لارې د پښتنو مسلې په جرګه هوارول غواړي.

د خېبرپښتونخوا حکومت په بلنه کې د مارچ ۲۶م نېټه د خبرو دپاره ټاکل شوې ده او پکې ويل شوي چې دوي د پي ټي اېم د مشرتابه سره په پرامنه ډول د پښتنو په اجتماعي ډول او شخصي مسلو هوارولو ته ورسي.

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي پي ټي اېم خبرو ته تيار دی خو خبرې دې سنجيده وي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "د پښتنو مسلې يواځې د پښتونخوا پورې محدودې نه دي زمونږ مسلې په کوټه او کراچۍ کې هم دي او په ټول پاکستان کې دي او هغه د وفاق سره تعلق ساتي".

هغه وويل دوي په دغه اړوند د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی محمود خان سره په يوه ناسته کې خبرې شوې وې.

هغه زیاته کړه بايد داسې مذاکرات وشي چې سنجيده وي دوي د مذاکراتو نه کله هم نه دي په شا شوي خو په مذاکراتو کې دې د پښتنو په ټول ملک کې مسلې هوارې شي.

هغه وويل وړاندې هم د دوي سره خبرې شوي خو پي ټي اېم نه بلکې هغه خلک چې خبرې يې کولې دوي په خپله په شا شوي وو.

داوړ وايي دوي ته په رسمي ډول لا بلنه نه ده ترلاسه شوې خو دوي مذاکراتو ته تيار دي.

د خېبرپښتونخوا د حکومت لخوا پي ټي اېم سره د خبرو دپاره چې کومه کمېټي جوړه شوې په هغې باندې د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکو سېنېټرانو او د قامي اسمبلۍ د غړو نومونه ليک دي.

د کمېټۍ يو غړي د کرمې ضلعې نه د سېنېټ ممبر ساجد حسېن طوري وي او ای ډیوه سره د دغه بلنې رسمي پخلی وکړو.

هغه وويل نن د شورو/ چارشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی په مشرۍ په ناسته کې په رسمي ډول پي ټي اېم سره د خبرو پرېکړه وشوه او بلنه ورته ورکړی شوه.

د دې پوښتنې چې دا کميټي به د رياست په استازيتوب د پي ټي اېم سره خبرې کوي؟

هغه وويل د وزيراعلی په مشرۍ به دا کميټي بااختیاره وي او زیاته يې کړه دا کميټي به د رياست د دستور ترمخه د پي ټي اېم سره خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG