لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: ټولنیزې رسنۍ له ریپبلکن ګوند سره توپیر چلند او د ډیموکرېټانو پلوي کوي


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سه شنبې- ګل په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د برازیل له ولسمشر جېر بولسونارو سره تر لیدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته په وینا کې د ټولنیزو رسنیو فېسبوک، ټویټر او ګوګل پر کمپنیو باندې د بې طرفۍ او توپیري چلند تور ولګاوه.

ولسمشر ټرمپ وویل دی د ټویټر او نورو ډیجیټل وسیلو له لارې 100 میلینه خلکو ته رسایي لري او له ټولنیزو رسنیو کار اخلي، خو وایي دوی له ریپبلکن ګوند سره د کرکې په بنیاد د ده او د ګوند د ځینو نورو کسانو خبرې سنسر کوي. ولسمشر ټرمپ وویل:

"فېسبوک، ګوګل او ټویتر او ځینې نورې له درغلۍ ډکې رسنۍ چې نوم یې اخیستل نه غواړم د کیڼ لاسي ډیموکرېټ ګوند پلوي کوي، خو وېره مو نه شته، موږ به په هر حال کې بریالي کېږو، څنګه چې مخکې بریالي شوي یو".

د فېسبوک او ټویټر ادارو د ولسمشر ټرمپ د نیوکو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ او د ریپبلکن ګوند ځینو نورو مشرانو په وار وار د ټولنیزو رسنیو پر ادارو تورونه لګولي، چې له دوی سره د ډیموکرېټ ګوند په نسبت ښه چلند نه کوي او توپیري چلند ورسره کوي.

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې هم پر ټویټر ادارې تور لګولی وو، چې وایي د ریپبلکن ګوند د مشهورو کسانو د ټویټونو د ښکاره کېدو مخه یې نیولې وه او په ټویټر کې یې د دوی د لټون اسانتیا محدوده کړې وه، چې وایي دا پر دوی باندې یو ډول مرموز بندیز دی.

په ورته وخت کې ځینې عدالتي اسناد ښیي چې له کیلیفورنیا ایالته په کانګرس کې د ریپبلکن ګوند غړي ډېوین نونس هم د ټویټر پر ادارې د بې طرفۍ تور لګولی دی.

ډېوین نونس- چې د ولسمشر ټرمپ د رسنیو د څانګې غړی وو- د ټویټر پر درو تنو کاروونکو او د ټویټر پر ادارې د 250 ډالرو دعوه کړې، ځکه چې وایي ټویټر قصداً هغه جعلي اکاونټونه نه دي بند کړي، چې د ده سپکاوی یې ورباندې شوی.

د امریکې د انصاف ادارې په تېر مني کې د فیډرل ادارې د چارواکو او د سرکاري وکیل تر منځ پر دې مسئله بحث ترتیب کړ، چې پکې د ریپبلکن ګوند له خوا پر ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو لګېدلي تورونه وڅېړل شي، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی اخیستل شوی.

په ورته وخت کې د ولسمشر ټرمپ د ټولنیزو رسنیو د څانګې مشر ډېن سکواوینو د سه شنبې- ګل په ورځ پر فېسبوک یو له غوسې ډک پیغام خپور کړ او پوښتنه یې وکړه چې فېسبوک ولې د ده پر خپل اکاونټ د ده کمنټ بلاک کړی دی.

د فېسبوک ادارې له هغه بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې دوی د هغو پوسټونو مخه نیسي، چې په یوه وخت له یوه اکاونټ په تکراري ډول پوسټ کېږي.

خو ولسمشر ټرمپ د ټولنیزو رسنیو فېسبوک، ټویټر او یوټیوب تر څنګ پر ټیلیویژن پروګرامونو او مېډیا باندې په عمومي ډول نیوکه کړې او تور یې پورې کړی چې د افراطي کیڼ لاسو ډیموکرېټانو پلوي کوي، خو وایي خلک اوس له دې ښه خبر دي.

که څه هم امریکا په ټوله نړۍ کې د بیان او د نظر د ازادۍ تر ټولو لوی هېواد ګڼل کېږي، خو پخپله د دې هېواد پر ولسمشر ډانلډ ټرمپ باندې هم تورونه لګېږي چې د خپلې ولسمشرۍ په وخت یې پر ټویټر باندې ډېر هغه کسان بلاک کړي چې پر ده او د ده پر حکومت یې نیوکې کولې او د امریکې عدالت د ده دا کار غیرقانوني بللی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG