دعراق د موصل ښار سره نزدې د دجلې په سیند کې د یوې کشتۍ چپه کیدو له امله ۷۲ کسان مړه شوي چې زیاتره پکې ښځې اؤ ماشومان دي.
دموصل د ښاري دفاع د ادارې مشر هشام خلیل رسنیو ته ویلي چې به دغه کشتۍ کې د ګنجائش نه زیات خلک سواره وؤ له دې امله یې توله ګډه وډه شوې اؤ په سیند کې ډوبه شوې ده.
هغه ویلي په کشتۍ کې زیاتره هغه ښځې اؤ ماشومان سواره وؤ چې لامبو نه ورتله له دې امله پېښه کې زیات کسان مړه شوي دي.
ددغه پېښې یوه ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلې چې پکې لیدل کیږي دچپه شوي کشتۍ نه په سیند کې ګڼ شمیر کسان اوبو کې لاهو دي اؤ د مرستې چغې وهي.
هشام خلیل ویلي مرستندویه فعالین هڅې کوي چې دغه پېښه کې ژوندي پاتې شوي کسان له اوبو راوباسي اؤ تر اوسه یې ۱۲ کسان ژغورلي هم دي.
تر دې وړاندې پولیسو اؤ روغتیایي چاروکو ویلي وؤ چې دکشتۍ چپه کېدلو په دې پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي خو دیو نزدې روغتون سرچینو رسنیو ته ویلي چې اوس دمړو شمیره ۷۲ ته رسیدلې ده.
ویل کیږي د کشتۍ د ډوبیدلو دا پېښه دموصل ښار په شمال کې د سیلګرۍ دیو مشهور مقام ترڅنګ رامینځته شوې چې دغلته په ګڼ شمیر کې خلک دخپلو کورنیو دغړو سره چکر له ځي