لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: مفتي تقي عثماني په وژونکي بريد کې روغ پاتې شوی


په کراچۍ کې د ياد عالم دين مفتي تقي عثماني په ګاډي او د هغه سره په بل ګاډي ډزې شوي خو مفتي پکې روغ پاتې شوی د هغوي دوه ساتونکي پکې وژل شوي دي.

د کراچۍ د پوليسو په وېنا دا پېښه نن د جمعې په ماسپښين د ګلشن اقبال په نيپا چورنګۍ علاقه کې رامنځته شوې ده او د بريد کوونکو هدف د دېوبند مکتبه فکر ياد عالم مفتي تقي عثماني وو.

د ګلشن اقبال د پولیسو مشر اېس پي طاهر نوراني ويلي د مفتي تقي عثماني ساتونکی چې د هغه سره په ګاډي کې ؤ او د هغه سره په بل کې ګاډي کې بل ساتونکی وژل شوي او یو ډرايور ژوبل شوی دی.

د وفاق المدارس پاکستان وياند طلحه رحماني وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، مفتي تقي عثماني د درالعلوم کورنګۍ کراچۍ نه په ګلشن اقبال کې بېت المکرم جومات ته د جمعې نمانځه له روان ؤ او په لار کې پرې بريد شوی دی.

هغه وويل د مفتي تقي عثماني خپل ساتونکی او دهغه سره په بل ګاډي کې بل ساتونکی وژل شوي دي.

هغه زياته کړه مفتي تقي عثماني صېب په خپله روغ پاتې شوی او د هغه سره د هغه کور والا او نمسي هم په ګاډي کې ناست ؤ، او هغوي د ګاډي په شيشو ماتېدو لږ لږ ژوبل شوي دي.

پوليس ويلي د مفتي او د هغه سره په ملګري ګاډي نامالومو موټر سايکل سورو وسله والو ډزې کړي او د ډزو وروسته د موقعې څخه تښتېدلي دي، پوليس يې لټون پېل کړی دی.

د سيند صوبې ګورنر عمران اسماعيل یو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې ويلي مفتي تقي عثماني ورته څه موده وړاندې ويلي ؤ چې هغه ته ګواښونه کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG