لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې د ترهګرۍ نه معذوره شوؤ کسانو احتجاج کړی


جنوبي وزيرستان د معذورانو احتجاج
جنوبي وزيرستان د معذورانو احتجاج

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د ترهګرۍ د پېښو او پولیو څخه معذورو شوؤ په لسګونو کسانو د دې دپاره احتجاج کړی چې دوي ته په ځانګړي ډول پاملرنه وشي.

په واڼه کې دا احتجاج پرون د جمعې په ورځ پېل شوی او پکې د سیمې نه د جينکو ماشومانو ترڅنګ ګڼو کسانو ګډون کړی دی.

د معذوره کسانو دپاره جوړ کړي تنظيم (پشتون ډس اېبل پرسنز) مشر دين محمد چې په خپله د پوليو رنځ ښکار دی وايي د دوي سره يواځې په واڼه کې ۱۴۰۰ داسې کسان رجسټرډ دي چې د ترهګرۍ پېښو او پوليو معذوره کړي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې دين محمد وويل په ۱۴۰۰ شمېره کې ورسره ۴۰۰ معذوره ښځې هم شاملې دي.

هغه وايي د پوليو نه معذوره شوي کسان هم دوي د ترهګرۍ نه د اغېزمنو په لړۍ کې شماري ځکه چې په سيمه کې د بدامنۍ له امله ځايي خلکو ته د پوليو ضد څاڅکي نه دي رسول شوي.

په ياد احتجاج کې ګډون وال یا خو د معذورانو په کرسۍ( وېل چيئر) او يا ټانکورونه په لاس ؤ، او ډېرو ته پکې پلاسټکي پښې هم لګېدلې وې.

دين محمد وايي دوي د دې دپاره احتجاج کوي، چې حکومت دوي ته ځانګړې نوکرۍ ورکړي، د وظيفو انتظام ورته برابر کړي او د دوي د درملنې دپاره ځانګړی مرکز جوړ کړي ځکه چې په ځینو معذورانو کې اوس هم د چاؤدنو زخمونه تازه دي او د بمونو ټکړې يې په وجودونو کې يرتې دي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۴ کې او بيا په کال ۲۰۰۹م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاؤدنې کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمېرو ترمخه په جنوبي وزيرستان کې تراوسه پورې ۱۲۰ ښخ ماينونه چاؤدلې او د ۱۵۰ پورې کسانو ته يې مرګ ژوبلې اړولي دي.

يو معذوره تن محمود خان وايي اووه کاله وړاندې يې په کور مارټر ګوله راپرېوتې او هغه پکې په دواړو لاسونو معذوره شوی دی، په کور کې يې ښځه، بچي، مور و پلار دي او هغه د ګټې وټې هيڅ لاره نه لري.

يو بل تن خان ګل هم وايي د مارټر ګولې د لاسه يې يوه پښه کټ شوې ده او اوس چې هغه چرته په نوکرۍ يا کار پسې لاړ شي په ځواب کې ورته ويل کيږي چې هغه معذوره دی کار نه شي کولی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د پېسو د نشت والي له امله يې ماشومان د سکول څخه ویستل کيږي، ځکه نو هغه خواست کوي چې که حکومت د معذوره کسانو د ماشومانو دپاره د ويړیا زده کړو برابرتیا وکړي.

په احتجاج کې ګډون والې يوې ماشومې وي او ای ډیوه ته ویلي چې هغې بيزې څرولې او په دغه مهال پرې ښخ ماين چاؤدلی او هغې پکې يوه پښه د لاسه ورکړې ده او اوس ورته د پلاسټک پښه لګېدلې ده.

هغه وايي اوس هم په علاقه کې په ځمکه کې د ښخو ماينونو ویره لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو غوښتنو کې يوه دا هم لري چې په سيمه کې په ځمکه دننه کوم ماينونه ښخ دي هغه دې په سمدستي ډول پاک کړی شي.

ځايي چارواکي وايي تېر کال يې د ماينونو په پاکولو کار پېل کړی خو پي ټي اېم وايي دوي د دغه کار څخه مطمئن نه دي.

خو د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د پېښور کور کمانډر ټانک ته ورغلی او د جنوبي د وزيرستان د ځينو مشرانو سره يې ليدلي او باور يې ورکړی چې د اګست د مياشتې پورې به په سيمه کې زیاتره ماينونه پاک کړی شي.

په واڼه کې د معذورانو احتجاج نن په دوېمه ورځ وروسته له هغې ځنډول شوی چې ځايي انتظاميې معذورانو ته درې ورځې وخت ورکړی غوښتنې به يې پوره کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG