لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې په راؤ انوار او نورو فرد جرم لګول شوی


د کراچۍ د ترهګرۍ عدالت د نقیب مسيد د وژنې په مقدمه کې په راؤ انوار او هغه سره نورو تورنو کسانو باندې فرد جرم لګولی دی.

راؤ انوار د صحت جرم نه انکار کړی او عدالت په مقدمه کې په ۱۱م اپرېل ګواهان غوښتي دي.

د نقيب مسید د کورنۍ وکيل صلاح الدین وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې ډلې شاملې دي.

هغه وويل يوه هغه ډله ده چې د نقيب او هغه سره د ملګرو تښتولو تور دی پرې، دوېمه هغه ده چې نقيب او ملګري يې د يوې تاڼې نه بلې ته بوتللي او درېمه ډله هغه ده چې په جعلي مقابله کې يې برخه اخيستې وه.

د نوموړي وکيل په وېنا په ۱۱م اپرېل د پېښې دوه عېني ګواهان چې د نقيب دوه دوستان دي عدالت دوي غوښتي دي.

د نقيب مسید د وژنې د مقدمې پلټونکي پولیس افسر اېس اېس پي ډاکټر رضوان احمد خان د فرورۍ په مياشت کې سيند هايکورټ ته په خپل جمع کړي رپوټ کې خواست کړی ؤ چې په ياده مقدمه کې په ضمانت د خوشي شوؤ ملزمانو ضمانت دې ختم کړی شي.

د پوليس افسر د رپوټ ترمخه په مقدمه کې د راؤ انوار په ګډون پينځه تنه په ضمانت خوشي دي، ۱۳ بندي دي او اووه مفروران دي.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه د درېو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی ؤ.

د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راؤ انوار په مشرۍ ترسره شوې دغه مقابلې ته د پوليس خپلې پلټنيزه ډلې جعلي وو.

د نقیب پلار بيا د راؤ انوار او هغه سره په نورو پوليسو مقدمه درج کړې وه دا پوليس سره د راؤ انواره پټ وو چې بيا ښکاره شوي او تېر کال د مقدمې په مهال د ترهګرۍ ضد عدالت دوي ته ضمانت ورکړی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG