واشنګټن ــــ د بلوچستان په سنځاوۍ سیمه کې دوې ورځنۍ احتجاجي ناستې ته په ټلیفوني وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د سنځاوۍ په ګډون د صوبې په نورو پښتني سیمو کې وروستي هدفي بریدونه پلان شوي وګڼل.
منظور پښتین وویل، په بلوچستان کې وروستي بریدونه د سیپېک د ختمولو یوه دسیسه وبلله، چې وایي مقصد یې دلته ترهګري ته وده ورکول او بیا د ترهګرو په ضد د عملیاتو په پلمه ځایي خلک له سیمو کډه کول دي:
"امریکا او پاکستان پر یوه ځای شوي او سیپېک په داسې توګه ختموي چې لاسونه به د پښتنو پرې ککړ وي. په جنوبي پښتونخوا [د بلوچستان پښتني سیمې] کې به داسې واقعات وکړي او بیا به چین ته ووایي چې دا خو ترهګر دي دوی به قابض شي او بیا به وایي پیسې راکړئ چې اپرېشنونه وکړو".
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سنځاوۍ کې د ترهګرۍ د وروستۍ پېښې په ضد پرلت دویمه ورځ ھم دوام وکړ. دغه پرلت د سنځاوۍ پولیس تاڼې مخې ته د ګل- دوشنبې په ورځ پیل شوی وو.
په پرلت کې ناست احتجاج کوونکي د مارچ د ۲۰مې په برید کې د وژل شوو لېویز چارواکو د وژونکيو د نیول کېدو، د پخواني پوځي مېجر او موجوده اسسټنټ کمشنر په شمول د ځینو ځايي امنیتي چارواکيو د بدلولو او د پېښې په اړہ د پلټنو لپاره د بلوچستان هایکورټ د جج په مشرۍ د عدالتي کمېشن جوړېدو غوښتنه کوي.
احتجاج کوونکي زیاتوي، چې د دوی پرلت به د غوښتنو تر منلو جاري وي. دوی دا اعلان هم کړی دی چې د غوښتنو نه منلو په صورت کې به د مارچ پر 27مه سنځاوۍ ته تللې ټولې لویې وړې لارې او سړکونه تړي.
په پرلت کې د جمیعت (ف)، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالینو په ګډون یو شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونه او عام ولس ګډون لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ټیلیفون له لارې پر پرلت ناستو خلکو ته په وینا کې وویل، چې د سنځاوۍ د احتجاج کوونکیو غوښتنې پر ځای دي او باید چې حکومت یې ومني. نوموړي پر احتجاج کوونکو ږغ وکړ چې د خپلو یادو اییني او جایزو غوښتنو لپاره دې احتجاج ته دوام ورکړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي مشر او پخوانی صوبایي وزیر عبیدالله جان بابت لالا احتجاج کوونکو ته د وینا پر مهال وویل چې ځینې قوتونه د سیمې امنیت خرابول غواړي، خو د ده په خبره ولس اوس باشعوره دی او تر شا پټ مقصدونه له لرې پېژني.
بل اړخ ته نن د مارچ پر 26مې ماښام ناوخته د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې ای ایس پي آر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن په لورالای کې د وسلوالو پر یوه پټنځای د پوځ په برید کې 4 وسلوال وژل شوي.
خبرپاڼه وایي دغه وسلوال د سنځاوۍ د لېویز عسکرو په وژلو ککړ وو. خبر زیاتوي چې د وسلوالو له ځایه د وژل شویو لېویز عسکرو شناختي کارډونه هم لاس ته راغلي دي.
بلې خواته د سنځاوۍ ولس وایي، دوی به احتجاج ته تر هغه وخته دوام ورکړي، چې غوښتنې یې نه وي منل شوې. په دغه لړ کې د ای ایس پي آر د یادې خبرپاڼې پرته کوم بل حکومتي دریځ تر اوسه مخې ته نه دی راغلی.