لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي کې میشت مسافر به اوس خپل عزیزان هم عمرې ته رابللی شي


دسعودي حکومت خپلو وګړو اؤ په دغه هیواد کې د میشت مسافرو خپلوانو دپاره دعمرې د ویزې نوی قانون منظور کړی چې دهغې له مخې به سعودی کې میشت مسافر اوس کولی شي د درېوؤ څخه نیولي تر پینځوؤ خپل،خپلوان عمرې له راوغواړې.

دسعودي اردو نیوز ورځپاڼې پخپل یو راپور کې دسعودي دحج اؤ عمرې دچارو دسکتر ډاکټر عبدالعزیز وزان له خولې ویلي چې د ویزو په بابله دا نوی قانون به ډیر زر عملي کړل شي.

تر دې وړاندې به دعمرې دقانون له مخې سعودي وګړو اؤ دغلته میشت مسافرو خپلو خپلوانو ته دعمرې ویزې نه شوې ورکولی خو دنوي قانون په اساس به اوس دوئ کولی شي چې خپلو نزدې عزیزانو ته پخپله دعمرې ویزې ورولیږي.

دسعودي دحج اؤ عمرې سکتر وایي چې دسعودي وګړي اؤ دغلته میشت بهرنیان به کال کې درې کرته خپل خپلوان عمرې دپاره سعودي ته رابللی شي .

دسعودي وګړي به پخپل شناختي کارډ اؤ بهرنیان به په اقامه د درېوؤ نه نیولې تر پینځوؤ نزدې خپلوانو ته ویزې ورلیږلی شي.

ډاکټر عبدالعزیز ویلي کوم څوک چې خپل عزیزان عمرې له رابلي هغوئ به دخپلو خپلوانو کوربه هم وي اؤ د ویزې دمودې ختمیدو نه وړاندې به دهغوئ بیرته خپل وطن ته د لیږلو ذمه واري هم دهغوئ په غاړه وي.

دسعودي دموجوده قوانینو له مخې چې هرڅوک وغواړي عمره وکړي نو پخپل هیواد کې به دننه ورته د کوم ایجنټ څخه دعمرې پیکیج اخستل وي خو اوس به د نوي قانون له مخې دې ته اړتیا نه وي چې خلک دعمرې پیکیج دخپل وطن دننه په ګرانو بیعو ترلاسه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG