لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د سولې د خبرو په اړه هنرمندان هم اندېښنه لري


واشنګټن: په افغانستان کې خلک وايي، چې موسیقي د روح غذا ده او دا مهال د کابل په ټولو کوڅو او سړکونو کې موسیقي اورېدل کېږي.

خو د طالبانو تر واک لاندې د ډول، رباب او شپیلۍ غږولو ته اجازه نه وه.

په اصل کې په ټولې موسیقۍ باندې بندیز و.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته موسیقۍ یو ځل بیا ساه واخېسته او ژوندۍ شوه.

خو اوس د موسیقۍ مینوال اندېښنه لري چې له طالبانو سره د امریکا د سولې روانې خبرې به یو ځل بیا موسیقي د تباهۍ کندې ته وغورځوي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ څخه احمد ناصر سرمست وايي:

"مونږ د امریکا له ځانګړي استازي خلیلزاد او افغان حکومت سره د موسیقۍ په اړه د خپلو اندېښنو لپاره کومه لیدنه نه ده کړې خو زه ډاډه یم چې دوی به زمونږ په اندېښنو پوهېږي. د سولې د خبرو د جزیاتو په روښانه کېدو سره به بیا مونږ خپل رسمي دریځ اعلان کړو."

په کابل کې د خرابات کوڅه د موسیقۍ په کوڅې باندې مشهوره ده.

دلته تاسو د موسیقۍ سیمیزې ډلې موندلای شۍ، په دوکانونو کې یې د موسیقۍ الات جوړېږي او پلورل کېږي.

د طالبانو په رژيم کې دا کوڅه د کلونو لپاره خاموشه وه.

ددې ځای خلک که له یوې خوا د سولې د خبرو هرکلی کوي خو بل لوري ته خپلې وېرې هم لري.

"مونږ له حکومت څخه غواړو چې سوله راولي خو داسې سوله چې مونږ ته هم پکې ځای وي. مونږ داسې سوله نه غواړو چې مونږ ترې بهر پاتې شو. مونږ چې د سولې برخه شو او په خپلې موسیقۍ له هېواد سره خپله مینه وپالو."

خو اندېښنې له موسیقۍ څخه هم پراخې دي.

د موسیقۍ د الاتو یو جوړونکی محمد اسمعیل وايي:

"حکومت باید د موسیقۍ، فلم، د ښځو حقونو، د ټولو خلکو ازادۍ او داسې نورو ته په هر تړون کې پام وکړي. د حکومت جوړښت باید وساتل شي او له شک پرته چې مونږ ټول د سولې لپاره تږي یو."

د وحید شیدايي په نامه یو سندرغاړی وايي:

"که چېرې هر څه د طالبانو پخوانۍ دورې ته وګرځي نو مونږ به دې ته اړ شو چې بېرته له خپل هېواد بهر ولاړ شو."

که څه هم هر افغان د سولې هیله لري د موسیقۍ هنرمندان او د دوی مینوال په دغه خاوره باندې د موسیقۍ ددغه لرغوني دود او رواج د برخلیک په اړه اندېښنه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG