لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړانګه لوڼۍ: د ترهګرۍ جګړه اوس په منظمه توګه جنوبي پښتونخوا ته راوړل شوه


نن سنځاوۍ ته ورغلې ټولې لارې هم د احتجاج په توګه تړل شوې وې او له دې سیمې لورالای، دوکۍ او کوټې ته د تلونکو هر ډول موټرو د تګ راتګ مخه نیول شوې وه.

واشنګټن ـــــ د بلوچستان په سنځاوۍ سیمه کې پر لېویز عسکرو د ترهګریز برید په ضد له تېرو درو ورځو روانه احتجاجي ناسته لا هم دوام لري او پرلتوال وایي چې حکومت نه د پېښې په تړاو څوک نیولي او نه یې پوښتنې ته ورغلي دي.

نن د چارشنبې- شورو په ورځ احتجاجي غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله وړانګه لوڼۍ هم ورغلې وه. وړانګې پخپله وینا کې تور پورې کړ چې د ترهګرۍ جګړه له پلان سره سم د بلوچستان پښتني سیمو ته یووړل شوه:

"له وزیرستانه یې جنګ په ډېره منظمه پالیسۍ جنوبي پښتونخوا ته را دننه کړ او دا جنګ اوس روان دی، موږ پر خپله خاوره کله هم جنګ نه دی غوښتی او نه د بل چا جنګ پر خپله خاوره برداشتوو".

سنځاوۍ احتجاج، پهیه جام هړتال.
سنځاوۍ احتجاج، پهیه جام هړتال.

نن سنځاوۍ ته ورغلې ټولې لارې هم د احتجاج په توګه تړل شوې وې او له دې سیمې لورالای، دوکۍ او کوټې ته د تلونکو هر ډول موټرو د تګ راتګ مخه نیول شوې وه او پر لویو لارو یې ټایرونه سوځولي وو.

احتجاجي غونډې ته وینا کوونکو پر بلوچستان حکومت نیوکې وکړې چې وایي د پېښې اووه ورځې تېرې شوې خو حکومت تر اوسه نه د پېښې په تړاو څوک نیولي او نه د دوی پوښتنې ته ورغلي دي.

نن د احتجاجي غونډې په پای کې د سنځاوۍ د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو یوې خبري غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ، چې احتجاج به یې تر دوو اوونیو پورې روان وي. خبري غونډې ته په وینا کې د عوامي نېشنل ګوند سیمه ییز مشر فرید الله خان وویل د پېښې پلټنې ته د عدالتي کمېشن جوړېدل د احتجاج کوونکو مهمه غوښتنه ده:

"موږ پر عدالت باور لرو چې د دې پېښې پلټنې وکړي، د سیمې له خلکو سره ډېر شواهد دي او دوی به د کمېشن قاضي ته هغه شواهد وړاندې کړي. موږ څه غیرآییني غوښتنه نه کوو او نه د تشدد خواته ځو بلکې په سوله ییزه توګه احتجاج کوو".

د سنځاوۍ احتجاجي پرلت.
د سنځاوۍ احتجاجي پرلت.

تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د ټلیفون له لارې احتجاج کوونکو ته وینا وکړه او د سنځاوۍ په ګډون د صوبې په نورو پښتني سیمو کې وروستي هدفي بریدونه یې پلان شوي وګڼل.

په پرلت کې ناست احتجاج کوونکي د مارچ د 20مې په برید کې د وژل شوو لېویز عسکرو د قاتلینو د نیول کېدو، د تحصیلدار او اسسټنټ کمشنر د معطلۍ او بدلېدو او د پېښې په اړہ د پلټنو لپاره د بلوچستان هایکورټ د جج په مشرۍ د عدالتي کمېشن جوړېدو غوښتنه کوي.

احتجاج کوونکي وایي که یې غوښتنې ونه منل شوې، نو احتجاج به له سنځاوۍ څخه د صوبې نورو پښتني سیمو ته هم و غزوي او که مجبوره شول نو د صوبې په مرکز کوټه کې به احتجاجي پرلت پیل کړي.

د بلوچستان حکومت تر اوسه د سنځاوۍ د احتجاج کوونکو غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلي، خو د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې ای ایس پي آر تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې دعوه کړې وه چې په لورالای کې تېره ورځ په عملیاتو کې 4 وژل شويو وسلوالو د سنځاوۍ د لېویز عسکرو په وژلو کې لاس درلود.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG