لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان بهرینو ډپلوماټانو ته دپلوامه دبرید دپلټنو په اړوند معلومات وړاندې کړي


دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر کې غیرملکی سفارتکارانو ته دهند په پلوامه کې دشوي هغه ترهګریز برید دپلټنو په اړوند احوال تیر کړل شوی چې هند یې پړه په پاکستان ور اړولې ده.

پاکستاني رسنیو د زیارت په ورځ ویلي چې داحوال ورکولو په وخت پاکستاني چارواکو بهرنیو سفارتکارو ته ویلي چې هند په۲۷مه فرورۍ دپلوامه دبرید په اړوند پاکستان ته ثبوتونه ورکړي وؤ اؤ پاکستان ددغو شهادتونو ترلاسه کیدلو سمدستي وروسته دپلټنو یوه ډله ټاکلې وه اؤ دهند دثبوتونو په اساس یې یو شمیر کسان هم په ولکه کې اخستي دي.

بهرنیو سفارتکارو ته ویل شوي چې هند پاکستان ته دپلوامه دپېښې دشهادتونو په نوم۹۱ پاڼې سپارلې وې چې هغه په شپږو برخو کې وې،دویمه اؤ دریمه برخه یې د پلوامه دبرید په هکله وه اؤ نورې برخې یې په عامو تورونو اډاڼه وې.

پاکستاني چارواکو ویلي چې پلټنو کې یې ټول پام دپلوامه دبرید په بابله ورکړل شوؤ معلوماتو ته ګرځولی،په ټولنیزو رسنیو دخپرو شوؤ معلوماتو جاج هم اخستل شوی،دبرید کوونکي عادل ډار داعترافي ویډیو ارزؤنه هم شوی اؤ دپلټنو په وړاندې بوتللو دپاره هند څخه اوس نورو معلوماتو ته اړتیا ده.

چارواکو ویلي چې پاکستان د پلوامه دبرید په هکله دهند لخوا دلګول شوي تورونو تل ته رسیدل غواړي.

دغونډې برخه والو ته ویل شوي چې ددې برید په بابله د واټس اپ،ټيلي ګرام اؤ ویډیوي پیغامونو په هکله پلټنې شوي اؤ د موبائیل د سیم دځائ اؤ د ناچله ګرځول شوؤ ډلو د ځالو په هکله هم پلټنې شوي دي.

دچارواکو له مخې هند چې کومې نمبرې پاکستان ته ورکړې دي دهغې نمبرو د کمپنیو څخه معلومات اخستل شوي اؤ اؤ د واټس اپ پیغامونو په اړوند دامریکا حکومت سره هم تماس نیول شوی دی.

پاکستاني چارواکو دعوه کړې چې دهند دشهادتونو‌ په اساس یې ۵۴ کسان نیولي اؤ دهغوئ څخه پلټنې شوي خو تر اوسه ددغو کسانو دپلوامه برید سره هیڅ تړاؤ نه دی څرګند شوی.

دبهرنیو چارو ددفتر په احوال کې ویل شوي چې هند کوم ۲۲ مقامات په ګوته کړي وؤ دهغې څخه لیدنې هم شوي خو په دغو ځایونو کې د تندلارو هیڅ کیمپونه یا ځالې نشته.

دهند د واک لاندې دکشمیر پلوامه سیمه کې دفرورۍ په ۱۴مه دشوي ځانمرګي برید نه وروسته ددې برید پړه پاکستان کې فعاله تندروه ډلې جیش محمد پغاړه اخستې وه خو هند وایي چې دا برید دپاکستان دپوځ اؤ استخباراتي ادارې ایی ایس لخوا په مرسته ترسره شوی.

ددغه برید نه وروسته هندي چارواکو دعوه کړې وه چې په دپاکستان په بالاکوټ سیمه کې یې جنګي الوتکو د جیش محمد ځالې هم بمبار کړي چې ګڼ شمیر ترهګر پکې وژل شوي.

خو پاکستان دهند دعوه رد کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې هندي الوتکو په یو ځنګل څلور بمونه غورځولي چې هیڅ نقصان یې نه دی اړولی.

دپاکستان په خاوره دهندي برید نه وروسته پاکستان هم په ۲۷مه فرورۍ دعوه کړې وه چې دوه هندي الوتکې یې رانسکورې کړي دي اؤ دهغې راپدیخوا ددواړو هیوادونو اړیکې سختې تاوژنې شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG