لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم وايي مذاکرات کوي خو د خېبرپښتونخوا حکومت د دوي د غوښتنو پوره کولو جوګه نه دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرتابه وايي دوي کله هم د مذاکراتو څخه انکار نه کړی او د خېبرپښتونخوا د حکومتي کمېټۍ سره هم خبرې کوي خو صوبايي حکومت د دې جوګه نه دی چې د دوي غوښتنې ومني ځکه چې د پښتنو مسلې په ملکي کچه دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې د وزیراعظم د قبايلو چارو مشاور اجمل وزیر د پي ټي اېم د فعال عبدالله ننګيال بېټني سره خبرې شوي او د مذاکراتو په اړوند ورسره غږېدلی دی.

هغه وويل د پېښور د اولسي غونډې وروسته به د حکومتي کمېټۍ سره د خبرو دپاره خپله ناسته کوي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د قبايلي ضلعو د سېنېټرانو او قامي اسمبلۍ غړو باندې ګډه یوه مشاورتي کمېټي جوړه کړې چې دا کميټي به د پي ټي اېم سره د دوي په غوښتنو خبرې کوي.

د پي ټي اېم يو مخکښ مشر سيد عالم محسود وايي، پي ټي اېم په پېښور کې د ۳۱م مارچ د اولسي غونډې دپاره په تياريانو کې بوخت دی او له دغې جلسې وروسته به دوي کښېني او د خېبرپښتونخوا د حکومت لخوا پي ټي اېم سره د خبرو په بلنه به خپله جرګه کوي.

وي او ای ډیوه په خبرو کې هغه وويل دوي به د حکومت سره د خبرو دپاره رسمي کميټي جوړوي.

د پي ټي اېم د غوښتنو د پوښتنې په ځواب کې محسود وويل، هاغه پينځه غوښتنې چې د اسلام اباد د لاريون په مهال شوې وې هغه په خپل ځای دي، نه دي پوره کړل شوي.

خو د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور په وروستيو کې ويلي ؤ چې د پي ټي اېم غوښتنې يې منلې دي، خو پي ټي اېم وايي يوه غوښتنه يې نه ده منل شوې.

سېد عالم وايي دوي اوس دا غوښتنې هم لري چې د پېښور په سکول کې وژل شوؤ ته دې انصاف ورکړی شي، په سوات کې دې پوځي چاؤڼۍ نه جوړول کيږي، د تورخم د لارې نه دې د پوځي ادارې لاس لرې کړی شي، پوځ چې په قبايلي ضلعو کې کوم کورونه په ولقه کې اخیستې هغه دې پرېږدي د قبايلي او پښتنو سيمو په وسايلو دې دوي ته حقونه ورکړی شي او دغلته دې روان لوټ مار ودرول شي.

هغه وويل پي ټي اېم غوښتنه کوي چې په صوابۍ او ټانک او نورو علاقو کې چې کوم کالجونه د پوځ په په ولقه کې اخيستي هغه دې پرېږدي. د امن کمېټيانو په نوم چې طالبان کارونه کوي دا کمېټۍ دې ختمې کړی شي، او اوس چې د بلوچستان په قلعه سېف الله، لورالايي، هرنايي او سنځاوۍ کې کومه بدامني کيږي پي ټي اېم به دا علاقه د جنګ مېدان جوړېدو ته نه پرېږدي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د دغه واک چې د پي ټي اېم غوښتنې به پوره کړي، هغه وويل د خېبرپښتونخوا حکومت خپل توان نه لري چې خپلې مسلې هوارې کړي. او د پي ټي اېم په ملکي کچه پښتنو ته د ورپېښو مسلو خبره کوي.

د پي ټي اېم مشرتابه وايي دوي کله هم د خبرو نه انکار نه دی کړی او د خېبرپښتونخوا د مشاورتي کمېټۍ جوړولو په غبرګون کې د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ويلي ؤ دوي ټولو هغو خبرو ته تيار دي چې سنجيده وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG