واشنګټن ـــــ د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق قادري په وروستیو کې په سیند کې په زوره د هندواڼۍ نجونو د مذهب بدلولو په اړه ویلي، چې حکومت به یې د داسې پېښو پلټنې کوي او وایي چې د دین په مسئله کې پر چا زور نه شي کېدای.
نور الحق قادري په پېښور کې د مذهبي لږکیو په اړه تر یوې غونډې وروسته له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې وویل:
"حکومت سنجیده دی چې د داسې واقعاتو تحقیق وکړي او که په زوره د چا د مذهب بدلولو خبره وي، نو زموږ دین په دې کې ډېر واضح دی، وایي چې (لا اکراه فی الدین) [په دین کې جبر نه شته] ".
د پاکستاني مطبوعاتو د خبر له مخې په تېرو ورځو کې د سیند د ګوټکي سیمې دوې هندواڼۍ خویندې د پنجاب رحیم یارخان ښار ته وتښتول شوې او تر مذهب بدلولو وروسته واده کړل شوې. کورنۍ یې وایي چې دوی په زوره اسلام منلو ته مجبوره کړل شوې دي، خو نجونو ویلي چې دوی پخپله خوښه اسلام قبول کړی دی.
د مذهبي چارو مرکزي وزیر نور الحق وایي، له ځینو واقعاتو غټې پېښې جوړې شي، د دې حقیقت ته رسېدل ضروري دي، وایي که دا حقیقت وي چې په دغو نجونو په زوره مذهب بدل کړل شوی دی نو حکومت به یې هیڅکله د داسې کارونه اجازه ور نه کړي:
"د دې لپاره قانونسازي هم پکار ده او په سمه طریقه بې طریفه پلټنې هم پکار دي، موږ له مذهبي مشرانو سره پر ټولو لارو خبرې کوو چې د دا ډول کارونو مخنیوی شي. زموږ مذهب او د پاکستان آیین اقلیتونو ته د مذهبي ازادۍ او پخپلو عبادتخانو کې د عبادت حق ورکوي".
د مذهبي لږکیو په اړه جوړه شوې غونډه کې د وزیرستان اوسېدونکي پیر عاقل شاه وویل، د نیوزیلېنډ تر پېښې وروسته په نړۍ کې د مسلمانانو لپاره د خلکو زړه نرم شوی او که څوک په خوښه مسلمان کېږي دا ښه خبره ده، خو وایي که څوک په زوره څوک مذهب بدلولو ته اړ کوي دا جایز کار نه دی:
"که په خپله خوښه مسلمانې شوې وي نو دا جایزه ده او ډېر ښه یې کړي دي چې الله پاک اسلام ته راوستلې، خو که زور زبردستي وي نو دا بالکل ناجایزده او دا د اسلام او د پاکستان د آیین خلاف کار دی".
په سیند کې په وروستیو کې تر داسې پېښو وروسته د پاکستان د هندو کونسل مشر او د پاکستان تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ غړي ډاکټر رمېش کمال اسمبلۍ ته دوه وړاندیزونه جمع کړي، چې یو پکې په زوره د مذهب بدلولو په جرم کې د سزا زیاتول او بل د کم عمرۍ د ودونو مخه نیول دي.