لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان وژنې مقدمه: د پي ټي ايي کونسلر او درېو نورو کسانو پرضد عدالت ته خواست شوی


مشال خان
مشال خان

د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هغه د کورنۍ وکيلانو د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ايي) د کونسلر سره د سزاوار شوي بل تن او دوه خوشي شوؤ کسانو پرضد هايکوټ ته خواست کړی دی.

د مشال خان د کورنۍ وکيل وايي، دوي نن د جمعې په ورځ هايکورټ ته خواست کړی چې په مقدمه کې د پاکستان تحریک انصاف کونسلر عارف او اسد کاټلنګ ته د عمر بند کومه سزا اورول شوې دا سزا دې د تېزندۍ په سزا بدله کړی شي.

بېرسټر عامر الله خان چمکني وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل دوېم خواست يې د صابر مايار او اظهارالله پرضد کړی چې عدالت دوي خوشي کړي دي.

هغه وويل دوي درېم خواست يې هم د کونسلر عارف او اسد کاټلنګ پرضد کړی چې دوي د دې مقدمې يو عېني ګواه عبدالله بخښلي وو خو دوي خواست کړی چې دوي ته په هغې ماده کې هم سزا ورکړی شوی وی.

په ۲۱م مارچ پېښور کې د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت قاضي محمود الحسن د يادو کسانو په اړوند فېصله اورولې وه.

دوه کاله وړاندې په ۱۳م اپرېل ۲۰۱۷م د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې قهرجنو کسانو چې زياتره پکې د پوهنتون زده کوونکي وو د مذهب د سپکاوي په تور د ژورنالزم د څانګې زده کونکی مشال خان په تشدد وژلی ؤ.

وروسته د پلټنو ډلې (جی آیي ټي) په خپل راپور کې مشال خان بې ګناه او ۶۱ کسان يې د پېښې زمه وار ګرځولي وو.

په دغو کې ٥٧ کسان نيول شوي او مقدمه پرې د ایبټ آباد د ترهګرۍ پر ضد عدالت د هري پور په بندي خانه کې دننه چلول شوې وه.

اسد کاټلنګ، صابرمایار، عارف خان مردانوي د پي ټي ايي کونسلر او اظهار الله چې په جوني مشهور دی دوي په مقدمه کې پټ وو او وروسته بيا نيول شوي وو، د تېر کال ستمبر په مياشت کې په دوي فرد جرم لګول شوی ؤ.

تېر کال د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هري پور په بندي خان کې د ترهګرۍ ضد عدالت په خپله فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځوؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو د بند سزاګانې اورولې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

خو وروسته د فرورۍ د میاشتې په ۲۷م نېټه د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد څانګې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هاغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې وه چاته چې د څلور کاله بند اورول شوې او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي وو.

د مشال خان کورنۍ د دغو ټولو اورول شوؤ فېصلو په اړوند هايکوټ ته خواستونه کړي دي.

د چمکني په وېنا دوي عدالت ته دا هم خواست کړی چې په ياده مقدمه کې د ټولو خواستونو اورېدنه يو ځای کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG