لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد دناټو اؤ اروپايي ټولنې استازو سره په افغان سوله خبرې کړي


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دناټو اؤ اروپایي اتحادیې د استازو سره دافغان کشالې په هواري خبرې کړي اؤ هغوئ یې د سولې په اړوند خپلو وروستیو هلو ځلو څخه خبر کړي دي.

دخالي په ورځ ښاغلي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي چې افغانستان کې اټو اؤ امریکایي ځواکونه ګډ هدفونه لري اؤ دغلته اوړه په اوږه خدمتونه کوي.

زلمي خلیل زاد لیکلي ناټو اؤ امریکایي ځواکونه غواړي چې افغانستان کې سوله رامینځته شي اؤ هیله ده خپلو هدفونو ته به ورسیږي.

هغه هیله مندي ښودلې چې ناتو اؤ امریکا به دافغان شخړې هواري دپاره بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

زلمي خلیل زاد ویلي چې په بیلجیم کې یې د اروپايي اتحادیې استازو سره هم ګټورې خبرې کړي اؤ هغوئ یې دافغان ستونزې دهواري په لړ کې دخپل وروستیو هلو ځلو نه خبر کړي دي.

امریکایي استازی زلمی خلیلزاد دافغان سولې په لړ کې د روانې میاشتې د۲۵منې

نیټې نه یو ځل بیا د اوو هیوادونو په سفر وتلی اؤ ټاکل شوې چې دغه سفر به یې د اپریل تر۱۰مې نیټې دوام ولري.

ټاکل شوې دخپلو تازونو سفرونو په لړۍ کې به ښاغلی خلیلزاد دکابل په سفر هم لاړ شي اؤ دغلته به افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نورو دولتي اؤ سیاسي چارواکو سره دافغان شخړې دهواري دپاره تر اوسه په شوؤ هڅو خبرې وکړي.

کابل ته به خپل دا اوسنی سفر ښاغلی خلیلزاد په داسې حال کې کوي چې تیره اوونۍ دافغانستان دملي امنیت مشاور ښاغلي حمدالله محب په زلمي خلیلزاد تور لګولی ؤ چې طالبانو سره دخبرو جریان کې هڅه کوي چې راتلونکي کې پخپله افغانستان کې واک ته ورسیږي.

خو اوړمه ورځ پخپله یوه مرکه کې زلمي خلیلزاد واضحه کړې وه چې افغانستان کې هیڅ شخصي ایجنډه نه لري اؤ یوازینۍ موخه یې دغه هیواد کې د سولې ټینګښت دی.

زلمي خلیل زاد د روانې میاشتې په پیل کې په قطر کې طالبانو سره هم د سولې په اړوند دشپږو ورځو اوږدې خبرې کړې وې اؤ ددغو خبرو نه وروسته یې ویلي وؤ چې دقطر خبرو کې حقیقي پرمختګونه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG