لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره کمه شوې ده


د پاکستان مرکزي بېنک وايي چې د امریکايي ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ بيعه نوره هم راکمه شوې ده او پوهان وايي چې د روپۍ قدر د نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د خبرو اترو له امله راټيټ شوی دی.

له دې وړاندې نړيوالې ادارې (ايي اېم اېف) پاکستان ته ويلي ؤ چې روپۍ د مرکزي بېنک (اسټېټ بېنک) د اثر نه ازاده کړي او په پرانستي مارکيټ کې د نورو روپو (کرنسيانو) سره مقابله وکړي.

په اقتصادي چارو نظر لرونکی ژورنالسټ وکیل الرحمان وايي، په تېرو وختونو کې ډالر په زوره قابو کړی شوی او دا چې د ملک دننه غټې کاروباري کمپنۍ هم غواړي چې روپۍ په ازاده توګه پرېښودی شي او که حکومت د ايي اېم اېف سره په دې ګام د مجبورۍ نه صلاح شوی وي نو دا به يو ښه قدم وي.

خو نوموړي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، " بل لور ته دا بيا غټ تاوانونه هم لري ځکه چې په مارکيټ کې د اقتصاد په اړوند اوازې خوريږي او بيا غټې کمپنۍ له دې نه ګټې اوچتوي" او له دې سره صادرات (برامدات) سېوا کيږي او واردات (درامدات) تاواني کيږي.

پرون د جمعې په ورځ په پرانستي مارکيټ کې د يو ډالر په مقابله کې د روپۍ بيعه ۱۴۲ روپۍ او ۵۰ پېسې ته رسېدلې وه.

په مجموعي توګه په تېرو درېو اوونيو کې د روپۍ بيعه دوه روپۍ او ۲۵ پېسې يا یو اعشاريه شپږ فيصده راکمه شوې ده او په تېر حکومت کې د مرکزي بېنک لخوا د روپۍ بيعه په مصنوعي ډول په ځای ساتل شوې وه چې له کبله يې د تېر کال په وروستيو کې ناڅاپه د ډالر بيعه ۱۳۸ روپو ته رسېدلې وه.

تېر کال د روپۍ کم شوی قدر تراوسه پورې ۳۳ فيصده راکم شوی ښودل کيږي.

دوه ورځې وړاندې نړيوال بېنک هم پاکستان ته ویلي ؤ چې که چرته پاکستانۍ روپۍ د مرکزي بېنک د اثر نه خلاصه کړی شي نو د دې سره به د دغه هېواد په صادراتو باندې مثبت اثرات وي.

وکيل الرحمان وايي، د پاکستان واردات د صادراتو نه درې چنده سېوا دي او چې د ډالر بيعه سېوا کيږي او بيا د بهر نه چې سوداګانې په ډالر اخيستل کيږي د هغې د ګرانۍ اثر به نېغ دلته په ځايي خلکو وي.

نوموړی زياتوي "روپۍ بايد ازاده پرېښودی شي خو د غټو کمپيانو د خپلو ګټو دپاره د اوازو خورولو د مخنيوي په موخه بايد د څارنې ګامونه پورته کړی شي چې څوک د دې نه په غلطه لاره ګټې ترلاسه نه کړي".

په داسې حال کې چې روپۍ د ډالر په مقابله کې د فشار سره مخ ده د پاکستان حکومت غواړي چې د پيټرولو او ډيزلو بېعې د راتلونکې مياشتې نه نورې سېوا کړي.

پوهان وايي چې تېل ګرانيږي د هغې اثر په ټولو نورو توکيو نېغ په نېغه کيږي او ګراني به ورسره نوره زياته شي.

او د دې ترڅنګ د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر ويلي دوي هيله لري چې د مې په مياشت کې به ايي اېم اېف د پاکستان قرضه يا بېل اؤټ پېکج منظور کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG