د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان د شوه تحصيل کابل خېل قبيله د تېرو څو کلونو راهسې په سيمه کې د جوړېدونکي کرم تنګي ډېم پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او وايي د دې ډېم نه په لاکونو خلک اغېزمن کيږي.
دوه ورځې وړاندې په سوشل ميډيا داسې يوه ویډيو مخې ته راغلې چې پکې ليدل کېدونکي کسان د سيمو ازغن لګېدلی تار لرې کوي. او په سوشل ميډيا بيا ځينې داسې ويل شوي ؤ چې ګنې ځايي خلک د ډېورنډ په کرښه لګېدلی ازغن تار لرې کوي.
خو په سيمه کې يو امنيتي سرتيري د نوم نه ښکاره کولو په سر وي او ای ډیوه ته ویلي، چې د کابل خېل قبيلي کسانو د کرم تنګي ډېم د ساتنې دپاره لګېدلی د سيمو ازغن تار احتجاجا د لرې کولو هڅه کړې ده.
هغه ويلي دا ازغن تار په کرم تنګي ډېم کې د کار کوونکو دپاره د جوړ کېمپ څخه چاپېره لګول شوی دی.
کرم تنګي ډېم د شمالي وزيرستان په شوه تحصيل کې جوړيږي او د دې ډېم جوړېدو په اړوند دوه کاله وړاندې پخواني وزیراعظم نوازشریف ويلي ؤ د دې ډېم وړومبی پراؤ چې په سپين وام تحصيل کې دی په درې کاله موده کې به پوره شي.
هغه دغه خبره د کرم تنګي ډېم د پروژې د پرانستې دستورې ته په وينا کې کړې او ويلي يې ؤ "د پروژې د وړومبۍ مرحلې دپاره د امریکې حکومت ۸۱ ملينه ډالره د يو اېس اېډ د لارې ورکړي دي او پاتې ۱۶ اربه روپۍ به د پاکستان حکومت ورکوي او په دې منصوبه ۲۳ اربه روپۍ لګښت راځي".
ځايي خلک وايي ځکه د کرم تنګي ډېم جوړېدو مخالفت کوي چې د دې ډېم نه څلور لاکه خلک اغېزمن کيږي او د دوي د ابادولو دپاره د حکومت لخوا هيڅ انتظام نشته.
د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ تېره مياشت په شوه تحصيل کې يوې احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې ويلي ؤ چې څو پورې د سيمې خلک په اعتماد کې نه وي اخيستل شوي څوک هم دا ډېم نه شي جوړولی.
هغه دا خبره په پارلیمان کې هم راپورته کړې او ويلي يې ؤ چې د کرم تنګي ډېم په اړوند دې د سيمې د خلکو شکايتونه واورېدل شي.
تېره مياشت د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان د شمالي وزيرستان د سفر په مهال هم هلته يوه غټه احتجاجي مظاهره شوې او په دغه مظاهره کې هم د کرم تنګي ډېم د جوړېدو پرضد خبرې شوې وې.
وزيراعلي په يونس خان لوبغالي کې راجوړې دستورې ته په وېنا کې هم د کرم تنګي ډېم جوړولو په اړوند ويلي ؤ، چې څو پورې د سيمې خلک نه وي رضا شوي دا ډېم به نه جوړول کيږي.