لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيند صوبې په پوليس محکمه کې نرښځيان ګمارل کیږي


د پاکستان د سيند صوبې د پوليس مشر اعلان کړی چې د صوبې په پوليسو کې به نر ښځيان وګمارل شي او د دوي دپاره به برخه ځانګړې کړی شي.

د سيند صوبې د پوليس مشر (ايي جي) ډاکټر کليم امام ویلي، دوي په لمړي ځل د سيند صوبې په پوليس کې نرښځيان ګماري او دوي به په دفترونو کې دنده ترسره کوي.

امام ويلي د جرمونو پرضد د بريا دپاره د ټولنې د هرې طبقې د پولیس سره مرسته او د هغوي رول ډېر مهم دی.

په پېښور کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمر نسيم وايي، دا يو ښه ګام دی د دې سره به د نرښځيانو ډاډګېرنه وشي په ټولنه کې به يې قدر پېدا شي خلک به ورته د عزت په سترګه وګوري او په ځانګړي ډول په پولیس کې نرښځيان په ځای کول ډېر د ستاينې وړ دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په کال ۲۰۰۹م کې سپريم کورټ په يو امر کې ويلي ؤ چې په هره محکمه کې دې نرښځيانو ځانګړې کوټه ورکړی شي، خو په هغې کې ډېرو ته ځای نه دی ورکړی شوی.

نوموړي وویل د سيند پوليس دغه اقدام به د نورو صوبو دپاره ماډل جوړ شي او بايد په ټولوصوبو کې په ځانګړي ډول په پولیس محکمه کې نرښځيانو ته ځای ورکړی شي.

هغه زياته کړه نرښځيان او د دوي د حقونو دپاره کار کوونکي د نرښځيانو دپاره افسريانې نه غواړي په هره اداره او محکمه کې د دوي سره ډېری داسې ځايونه دي چې په دفترو او تر دې چې د اخلي پخلي په ځايونو کې نرښځيان کار کولی شي پکار ده چې دغلته په ځای کړی شي.

د پاکستان د بېلابيلو برخو په ګډون په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت د نرښځيانو د وژنې او په دوي د تشدد خبرونه مخې ته راځي.

او نرښځيان بيا وايي پوليس د دوي مقدمه هم نه درج کوي او په ټولنه کې دوي ته د قدر په سترګه نه کتل کيږي.

تېر کال په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نرښځيانو سازمان (ټرانز اېکشن الائنس) په خپل يو رپوټ کې ويلي ؤ، په درې کاله موده کې په خېبرپښتونخوا کې ۵۵ نرښځيان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG