لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت يو ځل بیا په منظور پشتين دغې صوبې ته په ورتګ بندېز لګولی


د بلوچستان حکومت يو ځل بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشر دغه صوبې ته په ورتګ د ۹۰ ورځو دپار بندېز لګولی دی.

د بلوچستان حکومت د بندېز امر په داسې وخت کې کړی چې منظور پشتين د اتوار، يکشنبې په ورځ د پېښور په اولسي غونډه کې په بلوچستان صوبه کې د جلسو کولو اعلان کړی ؤ.

د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوری وايي د بلوچستان صوبې داخله محکمې ورته د دغه اعلاميې پخلی کړی چې صوبايي حکومت په منظور پشتين د ۹۰ ورځو دپاره د دغه صوبې هرې ضلعې ته په ورتګ بندېز لګولی دی.

د بلوچستان حکومت د تېر دسمبر په مياشت کې هم په منظور پشتين دغه صوبې ته د ۹۰ ورځو دپاره په ورتګ بندېز لګولی ؤ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړې ثنا اعجاز وايي د پېښور په جلسه کې منظور پشتين د ارمان لوڼي د وژنې پرضد په بلوچستان صوبه کې د جلسو کولو اعلان کړی ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې اعجاز وويل،

"زه د يوې مبارزې په حېث د بلوچستان صوبې دا اعلاميه غېر قانونه ګڼم ځکه چې د پاکستان د ائین ماده ۱۵م دا وايي چې د ملک هر وګړی دا حق لري چې هر چرته لاړ شي تګ راتګ کولی نو که دا رياست او حکومت مونږ خپل وګړي ګڼي نو دا بندېز دې لرې کړي".

هغې زیاته کړه "د ائين ۱۶م ماده وايي چې هر څوک په پرامنه ډول راټولېدی شي او خپله غونډه يا جلسه کولی شي او د دې سره هر چاته د سیاسي تړون ازادي ده نو د بلوچستان حکومت دا بندېز غېر ائيني هم دی".

ثنا اعجاز وايي په پاکستان کې په ترهګرو ډلو لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو باندې بندېزونو نه لګول کيږی خو د پي ټي اېم په څېر پرامنه خلکو باندې بندېزونه لګي او دا بندېزونه د رياست ارادې ښايي او دوي په منظور پشتين بندېز غېر انساني او غېر ائيني بلي.

په منظور پشتين د سيند صوبې حکومت هم د تېر دسمبر په مياشت کې د بندېز اعلاميه جاري کړې خو له سختو نيوکو وروسته بيا دغه حکمنامه بيرته اخیستل شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG