لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه د پولیس افسر عطاالرحمان پرضد درج شوې


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او استاز ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې مقدمه د سختو نيوکو وروسته دوه میاشتې وروسته د ای اېس پي عطاالرحمان پرضد درج شوې ده.

د لورالايي پوليس تاڼې چارواکو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د اېس پي عطاالرحمان پرضد د ارمان لوڼي د وژنې د مقدمې درج کولو پخلی کړی دی.

دا مقدمه په داسې وخت درج شوې چې د اتوار، يکشنبې په ورځ په پېښور کې د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په مناسبت پي ټي اېم يوه جلسه کړې او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په بلوچستان کې د جلسو کولو اعلان کړی ؤ.

د ارمان لوڼي د وژنې پېښه د فرورۍ د مياشتې په دوېمه نېټه په لورالايي کې رامنځته شوې او د مقدمې دپاره خواست کوونکي مدعي عبدالقيوم تور لګولی چې ارمان د پوليس افسر عطاالرحمان په تشدد وژل شوی ؤ.

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزیر ضيا لانګو ويلي ؤ د ارمان د طبي معاينې د رپوټ راتلو وروسته به د مقدمې درج کولو پرېکړه کوي خو د لورالايي پوليس په دغه اړوند د څه ويلو نه ډډه کوي چې مقدمه اوس په کوم اساس درج کړل شوه.

عبدالقیوم وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، اېف ايي ار پرون د ګل، دوشنبې په ورځ درج شوی او کاپي دوي ته ترلاسه شوې ده.

هغه وويل د دوي غوښتنه وه چې اول دې د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه درج شي او بيا به پکې دوي د عطاالرحمان سره د نورو پوليسو او عېني ګواهانو نومونه شاملوي.

هغه زياته کړه دوي په اېف ايي ار کې د ترهګرۍ د مادو شاملولو ويلي ؤ خو مقدمه يواځې د وژنې د مادې ۳۰۲ لاندې درج شوې ده خو دوي به په دغه اړوند د خپلو وکيلانو سره مشوره کوي او د هغې وروسته به د راتلونکې پرېکړه کوي.

وکيل صادق عليزی د مقدمې درج کولو په اړوند په مقدمه وايي چې پوليس په دې خبره رسېدلي دي چې د ارمان وژنه غېرفطري وه.

هغه وايي په مقدمه کې چې کومه ماده ۳۰۲ لګول شوې ده دا ماده په هغه صورت کې لګول کيږي چې ارادتا وژنه شي يا څوک په ارادې سره بل څوک ووژنې د هغه پرضد بيا دا ماده لګول کيږي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دې مقدمه کې بله ماده ۳۴ شامل کړی شوې او د دې مطلب دا دی چې د دوه نه زيات کسان په شريکه په يوه اراده راشي نو په دې کې به نور نومونه بيا شاملولی شي.

د ارمان لوڼي د وژنې پرضد او د مقدمې درج کولو دپاره د پاکستان په لويو وړو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوې او په پارليمان کې هم دغه خبره راپورته کړی شوې وه.

او د اتوار، يکشنبې په ورځ د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په بلوچستان کې د ارمان د وژنې پرضد د جلسو کولو اعلان هم کړی ؤ.

خو د بلوچستان حکومت بيا د منظور پشتين دغه صوبې په ورتګ د ۹۰ ورځو دپاره بندېز لګولی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG