لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور په بي ار ټي کې د اولس پېسې بربادې کړی شوي، رپوټ


د خېبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د بس رېپډ رسپانس ټرانسپورټ يا بي ار ټي په نوم د چټک بس پروژې معاينه کوونکي ټيم ويلي په دې پروژه کې د اولس پېسې خرابې کړی شوي او لوبې ورسره شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې د کال ۲۰۱۷م د اکتوبر په مياشت کې د بي ار ټي جوړېدو بنياد اېښودی شوی او هغه وخت ادعا شوې چې په شپږو مياشتو کې به دا پروژه بشپړه کړی شي خو د يو نيم کال په پوره کېدو هم دا پروژه لا پوره نه شوه.

د ډان د خبر ترمخه د بي ار ټي پروژې معاينه کوونکي ټيم په خپل رپوټ کې ويلي چې په پروژه کې د ناوړه پلان، ډيزاين او په کار کولو کې بې پرواهي او بدانتظامي شوې ده.

ويل شوي په دې پروژه کې د زياتو بيعو والو سامانونو حساب سېوا کړی شوی او د کومو بيعې چې د نشت برابر وې هغه ترې ويستل شوي دي او په داسې کولو خزانې ته تاوان اړول شوی دی.

په ياد تفصيلي رپوټ کې په بي ار ټي پروژه کې نيمګړتياوې په ګوته کړی شوي دي.

خبريال افتخار فردوس وايي په دې رپوټ کې نيمګړتياوې په ګوته شوي خو د بي ار ټي په پروژه کې کوتاهي کوونکي زمه وار نه دي په ګوته کړی شوي.

د بي ار ټي پروژې د پرانستې دپاره څو ځله نېټې اعلان شوي خو يوه هم نه ده وفا شوې.

ژورنالسټ طارق وحيد د بي ار ټي د معاينې د رپوټ په اړوند د پي ټي ايي په حکومت سختې نیوکې کړي او په فېس بک يې ویلي دي،

"په سوشل ميډيا د هوايي قلاګانو جوړؤنکو بچو دپاره زېری، د معاينه کوونکي ټيم په رپوټ کې د اووه اربه روپو کک بېکس ورکولو يادګېرنه نشته".

هغه ويلي، "د قوم په اربونو روپۍ بربادې کړی شوې، د زمه وارو پرضد د کارروايۍ سپارښتنه شوې، د ډي جي پي ډي ای او سيکرټري ټرانسپورټ نه د قربانۍ ګډوري جوړ کړی شو خو اصل زمه وار د پېښور تباه کولو وروسته اوس هم د ملک په دفاع کولو کې بوخت دي".

د بي ار ټي پروژه پېلوؤنکی د خېبرپښتونخوا هغه وخت وزيراعلی پروېز خټک دا وخت د هېواد د دفاع مرکزي وزير دی.

د پېښور د څوکنو څخه تر حیات اباد پورې ۲۶ کلوميټر بي ار ټي پروژې د پرانستې دپاره وروستۍ نېټه ۲۳م مارچ ټاکل شوې وه. خو د پي ټي ايي حکومت يو ځل بيا په خپله ژمنه پوره کولو پاتې راغلی ؤ.

په ۲۳م مارچ د پروژې د پرانستې وروسته کېدو په اړوند د صوبې د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي منلې وه چې په پروژه کې نيمګړتياوې شوي دي.

د معاينه کوونکي ټيم رپوټ ته په غبرګون کې نوموړي ویلي، بي ار ټي غټه پروژه ده او په دې چې کومې نيوکې کيږي دوي يې چېلنج کوي او په دې کې د يوې روپۍ غبن نه دی شوی.

د پېښور ښاريان او کاروباريان په ياده پروژه سختې نيوکې کوي چې د دوي ژوند يې تنګ کړی او کاروبارونه يې په ټپه ودرولي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG