لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني تاجران وایي پر خرلاچي پوله یې له سامانونو ډکې لارۍ د تلاشۍ په پلمه ځندول کېږي


واشنګټن ـــــ د پښتونخوا د کورمې قبایلي ضلعې ټرانسپورټرانو، تاجرانو او د کسټم کلېرنګ ایجنټانو له افغانستان سره پر خرلاچي دروازه باندې احتجاج کړی او افغانستان ته یې له مالونو د ډکو تلونکو راتلونکو لاریو د کلېرېدو کار احتجاجاً درولی دی.

اغېزمنو ټرانسپورټرانو نن د چارشنبې- شورو په ورځ تر ماسپښینه کاربندیز کړی وو، چې له امله یې د پولې دواړو غاړو ته ګڼ شمېر له مالونو ډکې لارۍ ولاړې وې.

ټرانسپورټران وایي له تېرو څو ورځو راهیسې یې سلګونه لارۍ په خرلاچي کې ایسارې دي، چې وایي سرحدي عسکر او د این ایل سي عمله یې هره لارۍ له سامانونو تشوي او په دقیقه توګه یې تر تلاشي وروسته افغانستان ته پرېږدي، چې وایي له دې سره په لاریو کې د مېوو او سبزیو د خرابېدو ویره وي.

تاجران وایي همدارنګه له افغانستانه هم له کولې د ډکو او تشو لاریو کلکه څارنه او تالاشي اخیستل کېږي. دا چې د تلاشۍ دې عمل ځایي ټرانسپورټران څومره اغېزمن کړي، په خرلاچي کې موجود یو ټرانسپورټر نوید حسین توري وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"موږ د تالاشۍ خلاف نه یو او غواړو چې څه غیرقانوني شی افغانستان ته لاړ نه شي، خو داسې نه چې په یوه ګاډي یوه نیمه دوې ګنټې واخلي او په هر ګاډي کې پښې ږدې نو دا مېوې او سبزۍ خرابېږي نه؟".

دغه ټرانسپورټران او کلېرنګ ایجنټان تور لګوي چې پاکستاني سرحدي عسکر او نېشنل لاجسټک سیل کارکوونکي یې له مالونو ډکې لارۍ پر پوله د تالاشۍ لپاره دروي او ډېر په ځنډ یې کلېروي چې د دوی په وینا په لاریو کې بار ځینې خوراکي توکي یې خرابېږي.

پاکستاني ټرانسپورټران وایي چې پر خرلاچي دروازه په درو ځایونو کې د لاریو د تلاشۍ یا کلېرنګ کار تر سره کېږي، چې وایي پخوا به یې د ورځې شاوخوا 150 لارۍ کلېر کولې، خو وایي اوس یواځې له 10 تر 15 لارۍ تالاشي کېږي چې وایي له کبله یې د دوی وخت ضایع کېږي او له تاوان سره مخ کېږي.

تاجرانو او ټرانسپورټرانو خبرداری ورکړی چې دوی به تر هغه وخته خپل احتجاج روان ساتي او د لاریو د کلېر کولو کار به بند ساتي، چې تر څو پاکستاني سرحدي چارواکو بیرته په بیړنۍ توګه د ډکو لاریو د کلېر کېدو باور نه وي ورکړی.

په خرلاچي کې پاکستاني امنیتي چارواکي وایي، څو ورځې وړاندې یې د تازه سبزۍ په یوه لارۍ کې وسله نیولې، تر هغه وروسته یې پر پوله له سامانونو د ډکو لاریو او کانټینرو تالاشي سخته کړې ده.

چارواکي وایي د تاجرانو او ټرانسپورټرانو د ستونځو د کمولو لپاره به د تالاشۍ عمل تېزوي. وروستي رپوټونه وایي چې نن له ماسپښینه وروسته احتجاج کوونکو تاجرانو او ټرانسپورټرانو له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې، چې په نتیجه کې یې بیرته افغانستان ته د تجارتي لاریو تګ راتګ پیل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG