واشنګټن ــــ په پاکستان کې د سرې میاشتې (ریډ کریسنټ) نړیوالې مرستندویې ادارې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د اپرېل څلورمه ماینونو د خطر په اړه عامو خلکو ته د پوهې ورکولو نړیواله ورځ د یوې غونډې په بڼه لمانځلې ده.
د دې غونډې مقصد د باړې، تیراه او د خیبر د نورو ترهګرۍ او پوځي عملیاتو ځپلو سیمو خلکو ته د ماینونو او تر مځکې لاندې د ښخو چاودېدونکو موادو د خطرناکو نتیجو او ورڅخه د ځان ساتلو په اړه معلومات شریکول وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له پینځو غوښتنو یوه همدا ده چې وایي په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد پوځي عملیاتو په مهال ښخ شوي ماینونه دې پاک کړل شي، ځکه چې وایي اوس هم وخت په وخت چوي او خلک ځنې معذور کېږي. د پاکستان پوځ دعوه کوي چې د ماین پاکۍ کار یې پیل کړی او له ځینو سیمو یې ماینونه پاک کړي خو پښتون ژغورنې غورځنګ یې دغه دعوه بېځایه ګڼي.
په پښتونخوا کې د سرې میاشتې د ادارې مشر عماد یوسف وویل، اداره یې په عام ولس کې د ماینونو په هکله د شعور را بیدارولو تر څنګ له اغېزمنو کسانو سره مرستې هم کوي:
"کومو کسانو چې په ماینونو کې لاس پښې بایللې دي موږ له هغوی سره مرسته کوو، لاس پښې یې ور لګوو او له دې پرته دوی ته د روزګار موقعې هم پیدا کوو، چې دوی داسې ونه ګڼي چې ګواکې دوی پر ټولنه بار دي".
د غونډې ویناوالو اندېښنې څرګندې کړې چې که څه هم په باړه او تیراه کې تر پوځي عملیاتو وروسته امنیت ټینګ شوی خو دغو سیمو ته ور ستنې شوې کورنۍ اوس هم د ماینونو له خطر سره مخ دي.
ویناوالو وویل تر 2014م کال وروسته هم- چې ټول کډوال بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي- د ماینونو د چاودنو په پېښو کې یو شمېر خلکو ځاني او مالي تاوانونه لیدلي دي. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د ماینونو په پېښو کې اغېزمنو خلکو ته د معاوضې ورکړي.
په غونډه کې ځینو هغو کسانو هم ګډون کړی وو، چې پخپلو سیمو کې یې د ماینونو په چاودنو کې د خپل وجود ځینې برخې یعنې لاس او پښې یې بایللي دي.
په غونډه کې د باړې بازار د تاجرانو د اتحادیې مشر سید ایاز وزیر وویل، کله چې دغه معذوره کسان خپلې کیسې نوي نسل ته کوي نو د هغوی پر ذهنونو هم منفي اثر پرېباسي:
"قبایل اوس هم ذهني مریضان دي، یو دا وجه نه ده چې موږ به په پښو معذوره شو، زموږ را روان نسل ورسره ذهني معذوره کېږي، ځکه چې یو ماین چېرې وچوي یو ماشوم چې له سکوله راشي هغه پوښتنه کوي چې دا کس په څه خوږ شو نو بیا به ټول داستان ورته بیانوو چې دلته جنګ تېر شوی دی".
په غونډه کې د باړې ډوګرا سېول روغتون مشر ډاکټر جهانګیر وویل، د ماین پاکۍ تر څنګ باید له ماینونو د اغېزمنو خلک د درملنې او بیا رغونې بندوبست هم وشي:
"نن سبا داسې ټیکنالوجي شته چې که اصل لاس او پښې نه وي نو باید په ماینونو کې معذوره خلکو ته مصنوعي لاس او پښې ور ولګول شي، چې زیاتره د اصل غوندې کار کولای شي او معذوره کس ته ژوند اسانېدای شي".
د غونډې ویناوالو له حکومتي ادارو غوښتنه وکړه چې په باړه او نورو سیمو کې دې د ترهګرۍ له پېښو د اغېزمنو سرکاري او شخصي ودانیو پرتې خځلې دې اوچتې کړل شي، ځکه چې وایي اندېښنه لري هسې نه تر دغو خځلو لاندې هم ماینونو وي او په راتلونکي کې نور خلک معذوره کړي.