لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:سمندري ځواکونو داربونو روپیو افیمو دقاچاق هڅه شنډه کړې


دپاکستان سمندري ځواکونه وایي چې دبلوچستان ایالت دګوادر په سیمه کې یې داربونو روپو دافیمو دچاقاق هڅه شنډه کړې اؤ‌ زر کلو ګرامه افیم یې ترلاسه کړي دي.

د سمندري ځواکونو د بیان له مخې دغه اُفیم یې د ګوادر د اورماړه سیمې سره پیوست ګورحد سیمه کې دمخدره موادو دمخنیوي ځانګړو ځواکونو سره دګډو عملیاتو په مهال نیولي چې بیعه یې شاوخو دوه نیم اربه روپۍ ده.

بیان کې ویل شوي چې نیول شوي افیم د سمندر دلارې قاچاق کولی شول خو دا نه ده واضحه کړل شوې چې دافیمو سره قاچاق کوونکي هم نیول شوي که نه؟

سمندري ځواکونه وایي چې د افیمو دقاچاق دپلټنو دپاره یې نیول شوي افیم دمخدره موادو دمخنیوي ځواکونو ته سپارلي دي.

دمطبوعاتي راپورونو په اساس دا مهال په سیمه کې افغانستان د مخدره موادوو تولیدونکی تر ټولو ستر هیواد دی خو دپاکستان په یو شمیر ضم شوؤ قبائیلي سیمو کې هم تر تیر کال کوکنار کرل کیدل، چې پکې باجوړ،مومند ،خیبر د یادونې وړ دي.

تیرکال دنومبر میاشت کې دملګرو ملتونو په یوه څیړنه کې ویل شوي وؤ چې د سختې اوچ کالۍ او د افیمو د کمو بېیو له اامله په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ٢٠ فیصد کمی شوی دی.

د ملگرو ملتونو د نشۍ توکو او د جرمونو د مخنیوي دفتر ویلي په کال ۲۰۱۷م کې دافغانستان دننه په ٣٢٨٠٠٠ هېکټره علاقه کوکنار کرل شوي وو خو په کال۲۰۱۸م کې دغه ساحه ٢٦٣٠٠٠ ته راټیټه شوې وه.

هم دغه شان ملګرو ملتونو ویلي وؤ د افیمو یا تریاکو په پېداوار کې ٢٩ فیصد کمی شوی دی.کال۲۰۱۷م کې ٦۴٠٠ ټنه افیم پېدا شوي. اؤ پروسکال دغه پېداوار ٩٠٠٠ ټنه و.

ملگري ملتونه وايی په افغانستان کې ٦٩ فیصد کوکنار د هېودا په جنوبي برخو کې وکرل شول، تر ټولو زیات په هلمند، بیا په کندهارو، اورزگان او بیا ننگرهار ولایتونو کې وو.

په افغانستان کې د امریکې د بیا رغونې لوې څارنوالۍ سیګار په خپل یو رپورټ کې ویلي په افغاسنتان کې د نشه یي توکو د پېداوار د مخنیوي په مد کې امریکې نهه ارب ډالر مصرف کړې دي خو د نشه یي توکو د مخنیو دپاره په بېلا بېلو مدونو کې د کوښښونو باوجود هم "د نشه یي توکو ریښې په افغانستان مضبوطې دي او دا تجارت لار نور خپریږي."

څیړونکي وایي د مخدره موادو دلارې ګټل کیدونکې پیسې زیاتره دترهګرو لاسونو ته ورځي اؤ په دغو پیسو بیا هغوئ خپل ترهګریز پلانونه پر وړاندې وړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG