لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي "افغان حکومت ته مې د ورورولۍ مشوره ورکړې لاس وهنه مې نه ده کړې"


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي "افغان حکومت ته مې د ورورولۍ مشوره ورکړې" لاس وهنه مې نه ده کړې، خو نوموړي په خپله ننۍ وېنا کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړوند هيڅ ونه ويل.

د مارچ په ۱۵م عمران خان په باجوړ کې يوې غونډې ته په وېنا کې په افغانستان کې د حکومت جوړونې په اړوند څرګندونې کړې او افغان دولت د عمران دغه بيان غندلی او د افغانستان په چارو کې لاس وهنه يې ورته ويلې وه.

عمران خان ويلي ؤ، "په افغانستان کې به ډېر زر یو ښه حکومت جوړ شي، یو داسې حکومت چې د ټولو افغانانو نمايندګي به کوي د افغانستان جګړه به ختمیږي او هلته به سوله راشي".

هغه د امریکا او افغان طالبانو تر منځه په دوحه کې شوو خبرو اترو ته په اشاره کې ویلي ؤ، "سوله راتلونکې ده"،نوموړي زیاته کړې وه چې د طالبانو سره د سولې خبرې اترې پېل شوي او ډیر زر به زمونږ افغانان وروڼه په ګډه په سوله کې ژوند وکړي.

د عمران خان د بيان وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي ؤ په کابل کې يې د پاکستاني سفارت کونسلر بللی او د عمران خان په بيان يې ترې سپيناوی غوښتی دی.

افغان حکومت د عمران خان بيان ته د افغانستان په کورنيو چارو کې ښکاره لاس وهنه ویلې وه.

عمران خان نن د جمعې په ورځ په قبايلي خېبر ضلع کې يوې غونډې ته په وېنا کې د خپلې وېنا سپيناوی وکړو او وې ويل، "زما تېرو خبرو ته سخت غبرګون او سختې بدې ردې ويل شوې وې".

نوموړي افغان اولس ته په مخاطب کولو سره وويل چې "مونږ تاسو خپل وروڼه ګڼو"، او "زه د الله نه دعا غواړم چې د افغانستان خلکو ته امن ترلاسه شي. څنګه چې ۴۰ کاله هلته تباهي شوې ده د مسلمان او پاکستاني په حېث څه چې د انسان په حېث وايم چې الله دې د افغانستان اولس ته امن ورکړي".

عمران خان وويل ما ويلي ؤ، "چې کله په ۱۹۷۷ کې په پاکستان کې انتخابات شوي او اپوزيشن نه ؤ منلي اړی ګړی خور شوی او بیا مارشل لا لګېدلې وه".

"نو زه د تجربې په اساس وايم، که په افغانستان کې د انتخاباتو د لارې امن ترلاسه کول وي نو زمونږ تجربه وايي د داسې موقتي حکومت په لاس انتخابات وکړئ چې هغه درېمګړی وګڼلی شي او نتيجه يې ومنلی شي".

هغه وويل که په افغانستان کې د انتخاباتو "نتيجه ونه منلی شوه په افغانستان کې به اړی ګړی جوړ شي زور به افغان اولس ته رسي او پاکستان د افغانستان ښېګړه غواړي".

د پاکستان وزیراعظم وويل که په افغانستان کې امن راځي نو د ټولې قبايلي سيمې به ورسره ګټه وي.

په خپلو خبرو کې نوموړي زياته کړه د پاکستان مرکزي او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ته وايي د افغانستان سره د تورخم لاره دې د ۲۴ ساعتونو دپاره پرانستې وي خو نوموړي په دغه اړوند په څرګند ډول امر يا اعلان ونه کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG