لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمرداودزی:خلیلزاد سره ناسته کې ډيرې پوښتنې حل شوي خو شکونه بیا هم شته


Omar Daudzai
Omar Daudzai

دافغانستان دسولې دعالي شورا مشر ښاغلي عمر داودزي ویلي دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ افغان دولتي چارواکو ترمینځ وروستۍ ناسته کې دسولې دمذاکراتو په اړوند زیاتې پوښتنې حل شوي خو بیا هم ځینې شکونه اؤ پوښتنې شته چې هواري ته یې اړتیا ده.

دشنبې په ورځ کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال ښاغلي عمر داودزي ویلي افغانستان کې دسولې دټینګښت دپاره د لویې جرګې جوړولو چټک هڅې اؤ انتظامات روان دي اؤ ترڅو چې دا جرګه جوړه شوې نه وي ترهغې به په قطر کې دطالبانو سره بله ناسته څه ګټه ونه لري.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد تیره میاشت په قطر کې طالبانو سره د سولې په اړوند دشپږو ورځو اوږدې خبرې کړې وې چې ددغو خبرو نه وروسته دافغانستان دملي امنیت صلاح کار حمدالله محب تور لګولی ؤ چې زلمی خلیلزاد په قصدي ډول افغان دولت د سولې دخبرو نه په ډډه ساتي.

محب دا تور هم لګولی ؤ چې زلمی خلیلزاد غواړي دسولې ددې خبرو په ترڅ کې په راتلونکي کې پخپله ځان اقتدار ته ورسوي خو دامریکا دبهرنیو چارو وزارت اؤ‌ پخپله زلمي خلیلزاد دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې طالبانو سره دکیدونکو ټولو خبرو نه افغان دولت وخت په وخت خبرولی شي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي عمر دا داودزي وویل خلیلزاد سره دافغان دولت په ناسته کې ډيرې پوښتنې حل شوي خو اوس هم ځېنې پوښتنې شته چې باید ځواب شي خو هغه ددغو پوښتنو جزئیات ونه ښودل.

د عمر داودزي په وینا امریکا سره ښې اړیکې ضرور دي او د ښو اړیکو لپاره د معلوماتو شریکول حتمي دي”

هغه وویل طالبانو سره په قطر کې د ناستې په اړه له لویې جرګې وروسته خبرې کېږي، ځکه تر لویې جرګې مخکې به د قطر ناسته ګټوره نه وي.

هغه وویل هغه وویل، په دې لویه جرګه کې به د سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، ځوانانو، هنرمندانو، د ټول هېواد او کډوالو د مدني فعالانو په استازيتوب ۲۵۰۰ کسان ګډون وکړي چې ۳۰ سلنه ګډون وال به یې ښځې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG