لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د احتجاجونو وروسته د خاصه دار او ليويز ځواک په پولیسو کې ورګډولو اعلان وکړی شو


په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړی شوؤ قبايلي ضلعو د خاصه دار او ليويز ځواک د سختو احتجاجونو وروسته د صوبې د وزیراعلی اعلان وکړو چې خاصه دار او ليويز ځواک به په شپږو مياشتو کې په پوليس کې ورګډ کړی شي.

وزيراعلی محمود خان نن د ګل، دوشنبې په ورځ يوې مطبوعاتي غونډې ته په وېنا کې په رسمي ډول دغه اعلان وکړو.

د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو وروسته په يادو سيمو کې خاصه دار او ليويز ځواک د احتجاجونو لړۍ پېل کړې او غوښتنه يې کوله چې څنګه دغه سيمې د صوبې برخه جوړې کړی شوې دا ځواکونه دې هم د پوليس برخه جوړ کړل شي.

دوي ويل خاصه دار او ليويز ته دې د پوليس چوکۍ او اسانتياوې ورکړی شي.

د وزيراعلی د دفتر د اعلاميې ترمخه د قبايلي ضلعو ځواک خاصه دار او ليويز به د خېبرپښتونخوا په پوليس محکمه کې په شپږو مياشتو شامل شي.

خبري غونډې ته په وېنا کې محمود خان وويل د نن څخه خاصه دار او ليويز ځواک په پوليس کې شامل دي، او زیاته يې کړه وزيراعظم عمران خان غواړي چې څوک بې روزګاره نه کړی شي.

نوموړي زياته کړه ليويز او خاصه دار ځواک ته به په پوليسو کې د دوي د چوکيو ترمخه ځای او د پوليس اسانتياوې ورکول کيږي.

هغه وويل د حکومت د دې ګام سره به ۴۸زرو خلکو ته ګټه ورسي او د قبايلي ضلعو په صوبه کې د ګډولو هدف د سيمې د ۷۰ کالو د محروميو خاتمه کول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG