لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان هند ته:د رانسکورو الوتکو ټوټې مو هرچا په ځمکه لیدلي


دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور غږ کړی چې باید له دروغو لاس واخلي اؤ‌ دپاکستان دایف ۱۶ الوتکې د رانسکورولو د دعوې په اړوند ثبوتونه مخې ته راوړي.

د دوشنبې په ورځ دهند دهوایي ځواکونو مشر مارشال ارجی وي دیو مطبوعاتي کانفرنس په مهال دعوه کړې وه چې هندي ځواکونو دپاکستان ایف۱۶ الوتکه رانسکوره کړې اؤ ددې پاخه ثبوتونه هم لري خو دامنیتي اندېښو له کبله یې مخې ته نه راوړي.

دپاکستان د پوځ ویاند دهندي مارشال ددغه دعوې ځواب کې د دوشنبې په شپه په ټوئټر لیکلي “رښتیا خو دادي چې دپاکستان هوایي ځواکونو دهند دوه الوتکې راغوځولي چې ټوټې یې هرچا په زمکه ولیدلې”

هغه ویلي پرله پسې په دروغو ویلو له دروغو ریښتیا نه جوړیږي.

دپوځ ویاند زیاته کړې پاکستان د هند هوایي ځواک ته په وراړؤل شوي زیان نغارې نه دي وهلي ،غلي پاتې کیدل باید له پامه ونه ویستل شي.

تر دې وړاندې امریکایي مجلې فارن پالیسي هم دهندي ځواکونو دا دعوه بې اساسه بللې وه چې ګنې هند دپاکستان ایف۱۶ الوتکه ویشتلې ده.

دغه مجلې لیکلي وؤ چې امریکایي مامورینو په دې وروستیو کې دپاکستان دننه ایف ۱۶ الوتکې شمارلي دي اؤ دامریکا لخوا پاکستان ته ورکړل شوؤ دغو الوتکو کې هیڅ کموت نه دی شوی.

دپاکستاني پوځ ویاند جنرل غفور د جمعې په ورځ د غورځېدلې هندي الوتکې تصویرونه هم شریک کړي وؤ چې د هغه په قول ښايي د الوتکې څلور واړه مزایلې پرځای دي او ښایي چې د پاکستانۍ الوتکې په ضد نه دي استعمال شوي.

په ۲۷مه فرورۍ د هندي او پاکستان هوايي ځواکونو د جګړې نه یوه ورځ وړاندې هندوستان د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې بمباري کړې وه او ویلي یې وو په حمله کې یې د جېش محمد ډلې مرکز تباه کړی دی.

جېش محمد د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر په پلوامه ښار کې په هندي پوځ د حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه. د پلوامه په حمله کې د ۴٠ نه زیات عسکر وژل شوي وؤ.

هندي مطبوعات او د حکومت مخالفه ګوندونه د وزیراعظم نریندر مودي نه غوښتنه کوي چې په بالاکوټ کې په هوايي برېدونو کې د وسله والو د وژل کېدو ثبوتونه دې وړاندې کړي. مطبوعاتو او د ښاغلي مودي مخالفین وايي وزیراعظم د انتخاباتو نه وړاندې د سیاسي ګټو په خاطر په بالاکوټ کې پوځي عملیات کړي خو مودي بیا پخپلو مخالفینو تور لګوي چې دملي پوځ مورال غورځوي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG