لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ونو پرېکولو په تور د بلوچستان پوھنتون پر مشر مقدمه درج کړ‎ل شوہ


ونې
ونې

د کوټې ډویژن د ځنڰلاتو مشر نیاز کاکړ‎ وایي په بلوچستان پوهنتون کې په قانونه ډول د ونو پرېکولو په جرم کې ددغه پوهنتون د وائس چانسلر په ضد مقدمه درج کړل شوې ده.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې هغې ویلي چې د کوټې پر سریاب روډ بلوچستان پوھنتون کې د ونو (درختو) د پرېکیدلو خبر ترلاسه کیدو سرہ یې سم پوھنتون ته د ځنڰلاتو د محکمې افسران لیږ‎لي وؤ دموقعې جاج یې اخستی ؤ.

دهغه په وینا “زموږ‎ افسرانو لیدلي وو چې د څلويښتو او پنځوسو کالو د عمر ۴۵ درختې پرې کړ‎ل شوې وې “۔

د نیاز کاکړ‎ په وینا د پوھنتون د مشر یا وائس چانسلر جاوید اقبال په ضد یې ځکه د ځنڰلاتو د قانون لاندې مقدمه کړ‎ې چې ھغه د پوھنتون مشر او ذمه وار دی.

نوموړي وویل دغه مقدمه د ځنګلاتو د افيسر (فارسټ ګارډ ) محمد رمضان له لوري درج کړل شوي ده.

نياز کاکړ وويل چي د پوهنتون مشر (وايس چانسلر ) به د عدالت د جج (مجسټريټ ) مخ ته حاضريږي او د درختو د پرېکولو د تور سپيناوی به کوي.

"زموږ هڅه به دا وي چې د پوهنتون و مشر ته سزا او جرمانه ورکړل شي او دنورو خلکو لپاره د عبرت سبب وګرځي"

د پوھنتون د ترجمان امیر حمزہ په وینا ھغه ونې پریکړ‎ل شوې دي چې وچې شوې وې

هغه دمقدمه کوونکي په خلاف په غصه وویل “موږ‎ خو زرڰونه ونې لڰولې دي د ھغو ذکر خو څوک نه کوي"

خو د نیاز کاکړ‎ په وینا د قانون له مخه هيچا ته دا اجازت نشته چې وچه يا زرغونه ونه دې پرېکړي.

هغه وويل که کوم څوک دخپل کور يوه درخته هم د ضرورت لپاره پريکوي نو اول به د ځنګلاتو له محکمې اجازت اخلي ۔

نوميالي قانون پوهه او وکيل اسحاق ناصر ډيوه ته وويل " که څوک د ضرورت لپاره يوه وړه ونه هم پرېکوي اول به د هغې ونې په بدل کې دوه نيالګي لګوي او که داسي ونکړي نو جرمانه به پرېکوي.

د اسحاق ناصر په وينا دځنګلاتو دمحکمې چالان د پوليسو د ايف ايي ار برابر دی.

د نياز کاکړ په وينا يوه ونه په يوه کال کې 260 پونډه اکسيجن پيدا کوي ، هغه وويل دوه ونې د څلورو کسانو لپاره د يوه کال اکسيجن پيدا کوي ۔

د چاپيريال د خوندي ساتلو نړيوالې اتحاديې دبلوچستان دپخواني مشر فيض کاکړ په وينا بلوچستان له اوله له وچکالۍ سره مخ دی، په کوټه ښار کي ونې د نيشت برابرې دي په داسي حال کي ونه پرېکوکل لویې جرم دی.

هغه وويل که د پوهنتون درختې زرغونې وې او له ډير زيات ضرورت پرته پرېکړل شوې وي نو په دې جرم ککړ خلکو ته دې سخته سزا ورکړل شي ۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG