لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې دټولټاکنو وړومبی پړاؤ پیل شو


inida Election 2019
inida Election 2019

دهند په ۲۰ؤ ریاستونو کې د زیارت د ورځې نه د ښکتني ایوان(لوک سبها) دپاره ټولټاکنې پیل شوي اؤ ټاکل شوې ده چې د ۳۰کروړه ابادۍ په دغه سترجمهوري هیواد کې به په اوؤ پړاونو کې دټولټاکنو عمل سرته رسیږي.

دهند ټولټاکنو کې ۸۹ کروړه اؤ۸۹لکه خلک د رائیو ورکولو وړ دي اؤ په لمړي‌ پړاؤ کې به ۱۴ کروړه اؤ۲۰ؤ لکونه زیات خلک خپلې رایې ورکوي.

ټاکل شوې ده چې دټولټاکنو دغه ټول عمل به په یوه نیمه میاشت کې سرته رسیږي.

نړیوالې رسنۍ وایي نن په ۲۰ؤ ریاستونو اؤ د مرکز دانتظام لاندې سیمو کې د۹۱ چوکیو دپاره په سختو امنیتي تدابیرو کې رایې ورکول کیږي .

په کومو ریاستونو کې چې دا ټاکنې روانې دي په هغې کې اروناچھل پردیش، اسام، بهار، چھتیس گړھ، دهند د واک لاندې جموں کشمیر، مهاراشټرا، مزورام، مانی پور، مګھالیہ، ناګالینډ، اوډیشا، سکم، تیلانګانا، تری پورا، اتر پردیش، اتر کھنډ، لودیز بنګال، اندمن، نکوبر اؤ لکشادیپ شامل دي.

په اوو پړاؤنو کې به دپارلمان د۵۴۳ چوکیو دپاره ټولټاکنې کیږي چې پکې به دکامیابو امیدوارانو نومونه په۲۳م مئ اعلانولی شي.

دچهارشنبې د ورځې څخه پیل شوی د ټولټاکنو پړاؤ به تر۱۹ مئ دوام لري .

په دې ټولټاکنو کې دوه لویې ګوندونه بهارتیه جنتا پارټي اؤ ګانګریس دیو بل سره سخته مقابله کوي اؤ واکمن ګوند بی جی پي هیله ښایي چې هغوئ به دویم وار هم ټولټاکنې وګټي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG