لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دچین دپټرولیم کمپنۍ په کارمندانو برید کې دوه تنه وژل شوي


دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا صوبې قبائیلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ماړي پټرولیم په نوم دچین دیوې کمپنۍ په کارمندانو نامعلومو وسله والو برید کړی چې پکې ددغه کمپنۍ دوه کارمندان وژل شوي اؤ‌ دوه نور ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دچین دپټرولیم کمپنۍ په کارمندانو دغه برید په سپین وام تحصیل کې د چهارشنبې په ورځ شوی دی.

د وسله والو په ډزو کې ژوبل شوي کسان په سمدستي توګه روغتون ته رسول شوي چې دغلته یې حالت دخطرې څخه بهر ښودل کیږي.

تر اوسه ددې برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې اؤ نه هم پوځ یا سیمه ییزې انتظامیې په دې اړه خپل غبرګون ښکاره کړی دی.

دماړي په نوم دچین دپټرولو دغه کمپني د اوږدې مودې راهسې په سیمه کې دتیلو اؤ ګیس لټون کوي اؤ تیرکال داکتوبر په میاشت کې هم ددغه کمپنۍ څلور ملازمان په یو ګاډي کې ژوندي سوځول شوي وؤ.

همدغه راز تیرکال دشمالي وزیرستان څخه ددغه کمپنۍ دده نور کارمندان وسله والو تښتولي هم وؤ چې وروسته یې بیا پکې یو تن خوشې کړی ؤ اؤ یو تن تر اوسه بې درکه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG