لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني ميډيا: چينيان په جعلي ودونو چین ته پاکستانۍ ښځې قاچاق کوي


واشنګټن ــــ د پاکستان ميډيايي رپوټونه وايي د چين بشري قاچاقبرو يا سمګلرانو په پاکستان کې په غېرقانوني ډول د ودونو داسې مرکزونه پرانیستي دي چې پکې د پاکستان د غريبو کورنيو ښځې د واده په بهانه چين ته اړوي او هلته يې يا خو په جنسي سوداګرو خرڅې کړي او يا ترې په زور بدني اعضا وباسي.

دغو خبرونو ته تېره ورځ په اسلام آباد کې د چين سفارت سخت غبرګون ښودلی او په يو بيان کې يې ويلي، دغه ډول کاروبارونه د چين په قانون کې هم په سختۍ سره بند دي او د پاکستان له امنيتي ادارو سره به د دغو غېرقانوني مرکزونو په ضد په چاپو وهلو کې هر ډول مرستې کوي.


په پاکستاني مېډيا کې وخت په وخت د پاکستاني ښځو سره د چينايي سړیو د دروغو د ودونو خبرونه خپريږي چې په غبرګون کې يې په پاکستاني پارليمان کې په دې موضوع بحثونه شوي او د چارواکو نه غوښتل شوي چې د دې غېرقانوني کاروبار پلټنې وکړي.

په اسلام آباد کې د چين سفارت دغه بيان وروسته له هغې خپور کړی چې د پاکستان يو شخصي ټېليوژن د ځايي پوليسو په مرسته په لاهور کې د ودونو په يو مرکز چاپه ووهله او هلته يې د چينايي سړیو سره د هغوی ممکنه پاکستانۍ ښځې وليدلې.

د اې آر وای نیوز ټېليوژن خبريال چې د دغو چينايي وګړو نه د نکاح نامو په اړه وپوښتل نو هغوی سره نه خو نکاح نامې وې او نه ورسره د پاکستان د قانون سره سم د اسلام د قبلولو اسناد وو.

په دغه مرکز کې چينايي سړیو ته واده شوو ښځو دغې چېنل ته ويلي، دوی ته وېل شوي چې د چينايي وګړو سره د واده نه پس به هره مياشت د دوی کورنۍ ته 300 امريکایي ډالر استول کېږي او د دوی د کورنۍ سړیو ته به د چين وېزې هم ورکول کېږي.

په دغه غېرقاني مرکز کې ناستو دلالانو دا منلې چې دوی به له پاکستاني ښځو سره په دې لالچ تړون کاوه چې دغه چينايي سړي غواړي د پاکستانۍ مېرمنو سره د واده په سر به ورته د پاکستان شهريت تر لاسه شي او بيا به دوی د اقتصادي شاهراه يا سيپېک په منصوبه کې سرمايه کاري کولی شي.

پاکستاني پارليماني غړو ته د دغې کشالې په سر د معلوماتو ورکولو په وخت د داخله چارو د وزارت ترجمان طارق سردار ويلي، اسلام آباد د جعلي ودونو په کشاله د بېجنګ سره په رابطه کې دی.

مطبوعاتو د نوموړي د خولې ويلي، دغه کشاله په لاهور او اېبټ آباد ښارونو کې څو د ودونو مرکزونو جوړه کړې ده او دوی يې په ضد قانوني کاروايي کوي.

د پاکستان او چين تر منځ پینځه کاله وړاندې د اربونو ډالرو د اقتصادي شاهراه د منصوبې د پرانیستې وروسته پاکستان ته د چينايي وګړو په ورتګ کې ډېر زياتوالی ليدل شوی او اقتصادي ماهرين ګڼي چې د دغې اقتصادي شاهراه زياته ګټه به چين ته رسېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو تېره اوونۍ ويلي وو، واشنګټن هڅې کوي چې د چين د بي آر آی منصوبې د خطرو نه ګاوڼدي هېوادونه خبر کړي. د پاکستان سره د سيپېک منصوبه هم د چين د بېلټ روډ انیشېټيو يا بي آر آی د لويې منصوبې يوه برخه ده.

هر څه که امريکا او ځينې نور هېوادونه د سيپېک په دغه منصوبه ټکونه کوي چې ګنې ګټې به يې يواځې چين ته رسېږي، خو چين او پاکستان دواړه د دغو نيوکو په ضد دي او وايې دې سره به په سيمه کې اقتصادي وده وشي او د پاکستان د انرجۍ او بجلۍ د مودو راهيسې زړه کشاله به هم ورسره هواره شي.

XS
SM
MD
LG