لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهزاره ټولنې وګړي وایي ترڅو چې وزیراعظم ورغلی نه وي احتجاج به نه ختموي


دکوټې په هزار ګنجي سیمه کې دجمعې د ورځې بمي چاودنه کې د هزاره ټولنې د اووه وګړو د وژل کیدلو په ضد نن(دوشنبه) په څلورمه ورځ هم دسخت باران اؤ یخ موسم باوجود دشیعه مسلکو هزاره ګانو احتجاجي پرلت دوام لري .

دهزاره ټولنې دغه وګړي وایي ترهغې به خپل احتجاج نه ختموي تر څو چې وزیراعظم عمران خان دهغوئ خوا ته ورغلی نه وي اؤ دهغوئ غوښتنې یې نه وي پوره کړي.

دجمعې په ورځ دکوټې دهزار ګنجي سیمې په سبزي منډهۍ کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې دچارواکو په وینا په دغه برید کې ۲۱ کسان وژل شوي اؤ۴۸ ژوبل شوي وؤ.

وژل شوؤ کې د هزاره ټولنې اووه وګړي هم شامل وؤ خو هزاره ګان دریځ لري چې دبلوچستان بیلابیلو سیمو کې دهغوي قتل عام روان دی اؤ حکومت اؤ امنیتي ځواکونو په دې ناترسو وژنو ځانونه غلي کړي دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي چې د هزاره ورورولۍ وګړي دحکومت څخه غواړي دترهګرۍ دمخنیوي دپاره باید نیشنل ایکشن پلان ټکي په ټکي عملي کړي اؤ ترهغې به هغوئ خپل احتجاج نه ختموي چې وزیراعظم ورغلی اؤ دهغوئ دغوښتنو عملي کولو باور یې نه وي ورکړی.

داحتجاج کوونکو استازي طاهر هزاره ایډوکیټ رسنیو ته ویلي “دا ډیره دافسوس خبره ده چې زمونږ خلک په وینو کې ولمبول شول خو وزیراعظم سره وخت نشته چې راشي اؤ مونږ سره خواخوږي وکړي یا زمونږ فریاد ته غوږ ونیسي”

هغه ویلي “ترهګرو دیو منظم پلان لاندې د هزاره ورورولۍ د وژنو لړۍ پیل کړې ده اؤ په تیرو لسو کالو کې خپل په سوونو عزیزان دلاسه ورکړل خو حکومت مونږ ته په تحفظ راکولو کې پاتې راغلی دی”

هغه زیاته کړې چې دترهګرۍ مخنیوي دپاره نیشنل ایکشن پلان پارلیمان دټولو خواؤ په مشوره جوړ کړی ؤ خو ددغه پلان په ګڼو نکتو عمل ونه شو اؤ نن دهزاره ټولنې وګړي دترهګرۍ ښکار کیږي.

خو دهزار ګنجي دځانمرګي برید نه وروسته پرون کوټې ته ورغلي دپاکستان دسمندري چارو مرکزي وزیر علي زیدي خبریالانو ته ویلي وؤ چې په نیشنل ایکشن پلان تر ډيره حده عمل شوی اؤ په کومو برخو چې عمل پاتې دی نو دټولو اړونده اړخونو سره په مشوره به په هغې هم په سختۍ سره عمل کولی شي.

بل لوري ته دشیعه مسلمانانو د تنظیم وحدت المسلمین نور غړي هم دهزاره ټولنې د وګړو سره په دغه احتجاج کې ورګډ شوي اؤ هغوئ ته یې دخپلې بشپړې مرستې باور ورکړی دی.

دمجلس وحدت المسلمین ستر سکتر علامه راجه ناصرعباس یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي په هزاره ورورولۍ دپرله پسې بریدونو دلارې نړۍ ته دا پیغام ورکول کیږي چې پاکستان یو خوندي هیواد نه دی.

هغه ویلي کوټه کې یوازې عام وګړي نه بلکې امنیتي مامورین هم خوندي نه دي باید ریاست نور پرته له کوم ځنډ څخه په حرکت کې راشي ځکه چې نور خلک په جنازو پورته کولو ستړي شول.

د پاکستان د بشري حقونو د قامي کمېشن د رپوټ ترمخه د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو د وزارت شمېرې ښايي چې د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۷م د دسمبر پورې په پينځه کاله موده کې په بلوچستان صوبه کې ۵۰۹ هزاره ګان په بمي چاؤدنو، ځانمرګو بريدونو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي او۶۲۷ ټپیان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG