لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اقتصاد به په راتلونکې کې په سيمه بوج جوړ وي، ايي اېم اېف


نړيواله مالياتي اداره (ايي اېم اېف) وايي ښايي چې د پاکستان اقتصاد به په راتلونکې کې نور ورو شي، او دا به د سيمې په مجموعي اقتصادي وده بوج جوړ شي.

د ايي اېم اېف د منځني ختيځ او منځني اسيا ډايريکټر جهاد ازور دغه خبره د اقتصادي ستونزو سره مخ پاکستان ، سويلي افريقې او افغانستان د اقتصاد په اړوند څرګندونو کې کړې ده.

د ډان د رپوټ ترمخه نوموړي ویلي نړيوال اقتصاد غواړي چې په ياده سيمه کې د پاليسيانو د جوړولو هڅې نورې ګړندۍ کړی شي.

د اقتصادي چارو کار پوهه ژورنالسټ وکيل الرحمان وايي، د اقتصادي ودې رفتار د يو ملک او سيمې د يو بل نه بدل وي لکه د پاکستان او بيا د سويلي اسيا، او په وروستيو کې ملګرو ملتونو د دې سيمې د اقتصادي رفتار په اړوند ويلي ؤ چې دا کمه ده او نوره به کميږي.

روانه مياشت نړیوالې مالیاتي ادارې ویلي سږ کال به د پاکستان د اقتصادي پرمختګ کچه دوه اشاریه نهه فیصده وي، چې د وزیراعظم عمران خان د حکومت د توقعاتو نه ډیره ټیټه کچه ده.

دغه ډول نړيوال بېنک د پاکستان د اقتصادي ودې شرح درې اشاریه څلور فیصده او ایشیايي ترقیاتي بېنک درې اشاریه نهه فیصد اټکل کړی دی.

د پاکستان د اقتصادي ودې ورو والی به څنګه د سيمې په اقتصاد بوج جوړ شي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې وکيل الرحمان وايي، چې کله د يو ملک اقتصادي رفتار کم شي نو لمړی اثر يې بيا په ګاونډي هېوادونو وي.

هغه وايي" په ملک کې چې معاشي ترقي کمه شي نو ورسره د توکيو طلب کم شي، د نورو ملکونو نه راغوښتونکو او لېږونکو څيزونو مقدار کم شي".

هغه زياته کړه يو مثال به يې د چين د اقتصاد ورکړو چې په هغې به ترې هم اغېزې کيږي،

"که څه هم دا وخت چين په ښه پوزيشن باندې دی خو چې په پاکستان کې په مارکيټ کې د يو څيز طلب کم شي د خلکو د اخيستو طاقت نه وي نو لازمي ده چې هغه به د چين نه کم راځي او چې کم راځي نو د چين په تجارت به يې اثر کميږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG