لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داختلافونو له امله قطر ته دافغان مرکچي پلاوي سفر وځنډول شو


طالبانو سره دسولې دخبرو په موخه دټاکل شوي افغان مرکچي دجوړښت په سر دموجودو اختلافونو له امله ددغه پلاوي سفر قطر ته ځنډول شوی دی.

افغان دولت طالبانو سره دخبرو دپاره د۲۵۰ کسانو دمرکچي پلاوي نوم اعلان کړی ؤ چې پکې د دولتي چارواکو ترڅنګ دبیلابیلو سیاسي ګوندونو اؤ ټولنو استازي شامل وؤ .

ټاکل شوې وه دغه مرکچي پلاوی نن پنجشنبه دوحې ته سفر وکړي اؤ هلته طالبانو سره سبا پیل کیدونکې ناسته کې ګډون وکړي.

خو د پنجشنبې په ورځ دافغانستان طلوع ټيلي ویژن دسرچینو له خولې ویلي چې دپلاوي دجوړښت په سر موجود اختلافونه ددې لامل شول چې ددغه پلاوی ننی سفر یې قطر ته وځنډولو.

طلوع ټي وي پخپل راپور کې لیکلي ټاکل شوې وه چې افغان مرکچې پلاوی به تر درېوؤ ورځو دقطر په غونډه کې طالبانو سره دسولې په اړوند خبرې وکړي خو دنني سفر ځنډیدلو نه وروسته نه ده روښانه چې په دوحه کې به دغه غونډه راجوړه شي که نه ؟

ددغه مرکچي پلاوي په جوړښت طالبانو هم نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې په قطر کې خبرې کیږي،دا څه په کابل کې دکوم واده دپاره جوړ شوی تالار نه دی چې ۲۵۰ کسان به ورته ورځي.

افغان رسنۍ وایي چې دافغان مرکچي پلاوي پر نوملړ د قطر ، افغانستان او طالبانو ترمنځ قوي اختلافات پيدا شوي دي اؤ که دا اختلافونه حل نه شي نو احتمال شته چې دطالبانو اؤ افغان پلاوي ترمینځ به لیدنه اؤ خبرې اترې ونه شي

تر اوسه افغان دولت په رسمي توګه قطر ته دمرکچي پلاوي دسفر ځنډیدلو په اړوند څه نه دي ویلي خو پرون افغان ولسمشر اشرف غني ددغه پلاوي سره لیدنه کې هغوئ ته لارښوونه کړې وه چې طالبان باید دې ته قانع کړي چې دولت سره له خبرو پرته بله لار نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG