لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزیر اسدعمر استعفی ورکړه


د پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت د خزانې وزیر اسد عمر په داسې حال کې د خپلې چوکۍ څخه استعفی ورکړه چې د پاکستان اقتصاد د سختو مشکلاتو سره مخ دی.

اسد عمر نن د زيارت په ورځ د خپلې استعفی ورکولو خبر په خپله په ټويټر ورکړی دی.

هغه ويلي وزیراعظم عمران خان په کابينه کې د بدلون کولو په لړ کې هغه ته ویلي چې هغه د خزانې د وزارت په ځای د توانايۍ وزارت سمبال کړی.

هغه زياته کړې په کابينه کې به بله چوکۍ نه اخلي.

اسد عمر په خپل ټويټ کې ويلي عمران خان د پاکستان امېد دی او نوی پاکستان به جوړوي.

د پي ټي ايي د حکومت د خزانې وزير په داسې حال کې دغه چوکۍ پرېښودې چې د پاکستان د نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د پور (بېل اؤټ پېکج) خبرې رواني دي.

د پاکستان موجوده اقتصاد باوجود د دې چې سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او چين ورته قرضونه ورکړي بيا هم د مشکلاتو سره مخ دی او نړيوالې مالياتې ادارې وايي، ښايي چې د پاکستان د اقتصاد راتلونکی هم ښه نه ښکاري.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت جوړېدو سره سم عمران خان او د خزانې وزير اسد عمر په خپله څو ځله بيا بيا دا خبره کړې چې د پاکستان اقتصاد د خپل تاريخ د سخت وخت سره مخ دی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند په حکومت کې د راتلو نه وړاندې يو شمېر ادعاوې کړې وې چې نوی پاکستان به جوړوي خو د پي ټي ايي حکومت د سختو نيوکو سره مخ دی چې په خپلو کړو ادعاؤ کې پاتې راغلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG