لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د جنوبي وزيرستان د "راه نجات" د متاثرينو احتجاجي ناسته په ۱۶ ورځ دوام لري


په جنوبي وزيرستان کې نزدې لس کاله وړاندې د "راه نجات" په نوم پوځي عملياتو نه اغېزمن شوي خلک په ټانک کې په احتجاجي پرلت ناست دي او د عملياتو په وخت دوي ته د اوختي تاوان معاوضه غواړي.

د پاکستان په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې د تندلارو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات شوي چې له امله يې يو نيم لاک کورنۍ کډوالې شوې وې.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي خلک چې په راه نجات کې کډوال شوي وو د سلګونو په شمېره کې په ټانک کې د پوليټيکل انتظاميې د دفتر مخې په پرلت ناست دي او نن يې ۱۶م ورځ ده.

د احتجاجي پرلت ګډون وال د کوټکي سيمې اوسېدونکی رحمت شاه محسود وايي د دغو عملياتو په مهال د سيمې د خلکو زياتره تاوان کورونو ته اوختی او په تېرو وختونو کې چې کومې سروی شوي د کمو خلکو کورونه ليکل شوي دي ټوله علاقه نه ده کتل شوې.

دوي وايي چې د چا د کورونو سروی شوي هغوي ته دې په سمدستي ډول پېسې ورکړی شي او په سيمه کې د سروی تړل شوی عمل دې بيرته روان کړی شي.

يو بل تن سميع محسود وايي، نزدې د ۲۲ زره کورونو سروی ختمې کړی شوي او دوي بيا بيا د دغه کار په ځای کولو غوښتنه کوي خو غوښتنې ته يې باوري ځواب نه ويل کيږي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل که دلته يې غوښتنې ونه منل شوې دوي کولی شي چې اسلام اباد ته خپل احتجاجي پرلت يوسي.

په قبايلي ضلعو کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره اېف ډي اېم ای وايي، يواځې په جنوبي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په مهال ۵۰ زره کورونه وران شوي وو.

د جنوبي وزيرستان مرستيال کمشنر يوسف مومند وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي په دغو کورونو کې د ۲۹ زرو پخلی شوی چې وران شوي او په هغو کې ډېرو ته معاوضې هم ورکړی شوي دي.

هغه وويل په علاقه کې د ورانو کورونو په اړوند يې د لوړ پوړو پوځي او غېر پوځي چارواکو سره خبرې روانې دي او د هغوي د لارښونې ترمخه به دا لړۍ مخ په وړاندې بوځي.

د اېف ډي اېم ای ترمخه په کال ۲۰۰۹م کې د جنوبي وزیرستان نه ۷۲ زره رجسټرډ کورنۍ کډه شوې وې خو چې کله د علاقې خلک بيرته ستنېدل نو د رجسټرډ سره ټولې يو نيم لاک کورنۍ بیرته د تګ په مهال شمېر شوې وې.

د اېف ډي اېم ای ترمخه د کال ۲۰۱۷م په جولايۍ کې د جنوبي وزيرستان د کډوالو بيرته تلو لړۍ پای ته رسېدلې وه.

د سيمې خلک وايي دوي بيرته لېږل شوي خو کورونه يې وران پراته دي او ډېری خلک بيا وس نه لري چې په خپله دغه وران کورونه بيرته جوړ کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG