لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي ټي اېم خبره سمه کوي خو لهجه يې سمه نه ده، عمران خان


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ "پي ټي اېم خبره سمه کوي د پښتنو او قبايلو سیمو د تکليف خبره کوي خو کومه لهجه چې کاروي هغه د ملک دپاره سمه نه ده".

عمران خان نن د جمعې په ورځ په قبايلي ضلع اورکزو کې جلسې ته په وېنا کې وویل پي ټي اېم چې نن کومې خبرې کوي "دا خبرې به ما ۱۵ کاله وړاندې کولې".

هغه وويل خلک د مشکلاتو سره مخ شوي دي خو نن خلک د پوځ پرضد کول او داسې نعرې وهل چې ملک او قبايلي علاقې ته يې څه ګټه نه رسي.

عمران خان زياته کړه "یواځې د خلکو په پرهرونو مالګې دوړول چې څومره ظلم شوی او حل يې نه وړاندې کول. حل لاره يې څه ده؟ حل دا دی چې د دوي سره ظلم شوی مرسته یې وشي".

هغه وويل کله چې د ترهګرۍ پرضد جګړه پېل شوه نو په ټولو قبايلي علاقو کې ګرځېدلی ؤ او ويلي يې ؤ چې د پاکستان پوځ دې د امریکې په وېنا قبايلي علاقو ته ونه لېږل شي ځکه چې قبايل زمونږ پوځ ؤ.

خو د هغه واکمن (پخوانی پوځي صدر پروېز مشرف) نه په قبايلي علاقو او نه يې په روايت او تاريخ خبر ؤ. او د قبايلي علاقونه بهر خلک نه ؤ خبر چې په قبايلي علاقو کې څومره تباهي روانه وه.

"د پوځ قصور نه ؤ قصور د هغه واکمن ؤ چې پوځ يې د امريکې په وېنا قبايلي علاقو ته ولېږو. د قبايلي علاقو نه بهر څوک نه ؤ خبر چې په قبايلي علاقو کې څه روان وو او دا خلک د کومو مشکلاتو نه تېر شوي وو".

عمران خان د جلسې ګډون والو ته ته وويل، "زه تاسو ته باور درکوم چې په ځانګړي ډول د بره اورکزۍ خلکو چې کورونه يې تباه شوي څاروي او کاروبارونه يې تباه شوي تاسو ته باور درکوم چې پاکستان به ستاسو قربانۍ نه هېروي او مرسته به مو کوي".

هغه وویل په ټوله قبایلي سیمه کې به هرې کورنۍ ته د صحت کارډ ورکوي.

د وزيرانو د بدلولو په اړوند نوموړي وويل، يو ښه کپتان تل خپلې لوبډلې ته ګوري او په لوبډله کې بدلون کوي دهغه مقصد یو وي چې ګټه وکړي او د وزيراعظم په حېث هغه د قام ګټه غواړي.

هغه وويل په راتلونکې کې به نور وزيران هم راولي او کوم وزیر چې د ملک دپاره ګټه نه کوي هغه به لرې کوي او چې کوم ګټور وي هغه به راولي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG