دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان ته پخه اطلاع ترلاسه شوې چې روانه اوونۍ دبلوچستان اورماړه سیمه کې شوې دترهګرۍ پېښه کې ککړې بلوڅ ډلې ته مرسته د ایران دخاورې څخه ورکړل شوې وه.
خارجه وزیر وایي وزیراعظم عمران خان سبا ایران ته روان دی اؤ هلته به ایراني چارواکو سره په دغه اړوند خبرې اترې هم وکړي.
اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ښاغلي قریشي ویلي ایران ته د وزیراعظم دسفر څخه دمخه شاوخوا ۲۰ترهګرو دپاکستان په خاوره برید کړی،
هغه میډیا ته د جزئیاتو ښودلو په وخت ویلي په ۱۸م اپریل دپولې دپورې غاړې څخه ۱۵ترهګر پاکستان ته راننوتلي وو چې دملیشه ځواکونو ودریانې یې اغوستې وې.
هغه ویلي دغو ترهګرو اورماړه سیمه کې د بسونو څخه راښکته کړو کسانو کې ۱۰دسمندري ځواکونو،درې دهوایي ځواکونو اؤ یو د کوسټ ګارډ عسکر وژلی.
هغه ویلي ټول قام پوهیږي چې دترهګرو یو ائتلاف مخې ته راغلی دی اؤ د بی اری ای په نوم دبلوڅ ډلو دغه ائتلاف ددې پېښې پړه هم قبوله کړې ده.
هغه ویلي پاکستان پاخه اطلاعات لري چې د بی ار ای د روزنې اؤ دمرستې کمپونه د ایران دپولې پورې غاړه موجود دي اؤ افغانستان ته یې هم رېښې غځیدلي دي.
هغه وویل” افغانستان زمونږ ګاونډی هیواد دی، مونږ هلته امن ته لیواله یو اؤ ددې دپاره کار هم کوؤ،هیله لرو افغانستان به هم په هغه جذبه زمونږ مرسته وکړي لکه څنګه چې مونږ افغانستان سره مرسته کوؤ”
هغه ویلي” دې پېښه کې ککړو ترهګرو ډلو ته د ایران څخه کومک ورکړل شوی اؤ مونږ ایران ته په دې اړوند دکوټلو ثبوتونو ورکولو ترڅنګ دترهګرو ځالې هم په ګوته کړي دي”
هغه ویل پاکستان اؤ ایران په دې صلاح شوي چې په ګډه پوله به ۹۵۰کلومیټره ساحه باندې ازغن تار لګوي .
دپاکستان لخوا په ایران کې دترهګرو دکمپ دموجودیت په دعوه تر اوسه د ایران رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی
روانه اوونۍ دبلوچستان ایالت په اورماړه سیمه کې په لویې سړک نامعلومو وسله والو ۱۴مسافر له بسونو ښکته کړي اؤ وژلي یې وؤ.
تر دې وړاندې داسې یوه بله پېښه په کال ۲۰۱۵م کې دبلوچستان په مستونګ سیمه کې رامنځته شوې وه.
دغلته هم وسله والو دکراچۍ سره تعلق لرونکي ۲۴مسافر له بسونو راښکته کړي اؤ تښتولي وؤ چې وروسته پکې د۱۹ؤ کسانو مړي د کهډ کوچا سیمې د غرونو څخه ترلاسه شوي وؤ.
په دې وروستیو کې په بلوچستان کې یو ځل بیا د تشدد،بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ تیره اوونۍ هم د کوټې په هزار ګنجي سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ۲۱کسان وژل شوي اؤ۴۸ نور ژوبل شوي وؤ.
بلوچستان دپاکستان هغه ناقراره صوبه ده چې که یو خوا پکې طالبان اؤ نورې تندروه ډلې په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي نو بلخوا د ریاست نه مرورو بلوڅ یاغي تنظیمونو هم دتیرو لسو کالو راهسې دغلته وسله وال مقاومت پیل کړی اؤ وخت په وخت په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
دپاکستان حکومت بلوچستان کې د امنیت دخرابې وضعې ترشا د ځېنو ګاونډي هیوادونو لاسونه ګڼي خو یاغي بلوڅ تنظیمونه تور لګوي ریاست دبلوچستان دخلکو په ټولو وسیلو قبضه کړې اؤ خلک یې دخپلو ائیني،جمهوري اؤ انساني حقونو نه محروم ساتلي چې له دې امله بلوڅ تنظیمونه وسله والې مبارزې ته اړ شوي دي