نوشین شهزاد اؤ پري شهزاد دپښتو دوه پېغلې سندرغاړې اؤ پخپلو کې خویندي دي، وایي اوس ورځ تر بلې دپښتو موسیقۍ په میدان کې دښځېنه سندرغاړو شمیر سیوا کیږي اؤ ددې عمده علت دادی چې نورې پښتنې پیغلې دټولنې پیغورونو ته دکښېناستو په ځائ د ژوند په هر میدان کې خپل نومونه جوړول غواړي.
دغه دواړه سندرغاړې خویندې چې په سټیج،فلمونو، راډيو اؤ ټیلي ويژن سندرې وایي دپېښور اوسیدونکي دي اؤ دیوې هنري کورنۍ سره تعلق لري.
شل کلنه پري اؤ ۱۸کلنه نوشین زیاتره غبرګې سندرې وایي خو په جلا،جلا توګه یې هم زیاتې سندرې ویلي اؤ دواړه هڅه کوي چې دهنر په نړۍ کې یوه تر بلې مخکې اوځي.
دغو دواړو پېغلو هنري زده کړه د خپل پلار شهزاده څخه کړې چې هغه پخپله هم د هارمونیم یو تکړه استاد اؤ خوږ ژبی سندرغاړی دی .
نوشین وایي هغې خپلې سترګي دسندر غاړو په کورنۍ کې پرانستي،مکتب ته به تلله خو سبق ته به یې ډډې نه لګیدلې اؤ غوښتل یې چې هغه هم دخپلې کورنۍ دنورو غړو په څیر یوه ستره سندرغاړې جوړه شي.
نوموړې وایي په کورنۍ کې یې د مهرالنساء اؤ زیب النساء اؤ کشور سلطان په څیر لویې هنرمندانې پاتې شوي اؤ په موجوده نسل کې یې هم دکورنۍ یو شمیر نورې جینکۍ په سندرو کې لویې نامې لري.
نوشین وایي د پلار ترڅنګ یې مور هم یوه ښه سندرغاړې ده اؤ کله چې یې پلار فرصت نه لري نو دخپلې مور نه هنري زده کړې کوي.
پري دنوشین نه مشره ده اؤ هغه وایي ځکه یې دهنر میدان کې قدم اېښی چې دا لاره ورته دخپل مستقبل دپاره غوره ښکاره کیدله.
هغې وویل ډیر خلک شته چې دسندرې هنر ته په ښه نظر نه ګوري، خو اوس وخت بدل دی، اوس لوستې پښتنې جینکۍ دپښتنې معاشرې د تنګ نظرو خلکو پېغورونو ته نه شي کښېناستلی بلکې غواړي چې هغوئ هم په ټولنه کې نوم پیدا کړي، کردار ترسره کړي اؤ خلک یې په یاد وساتي.
پري وایي” نن د کالجونو اؤ یونیورسټیو لوستې پیغلې غواړي چې سندرې ووایي، دموسیقۍ الات غږول زده کړي اؤ ددې دپاره هغوئ باقاعده دموسیقۍ کلاسونه اخلي ، استاذان یې ځانله نیولي وي، په دې کې هیڅ عار نه محسوسوي”
خو پري بیا ګیله منده ده چې په پښتونخوا کې دموسیقۍ د ودې هیڅ ریاستي سرپرستي نشته اؤ دکلتور محکمه که هرکال په اربونو روپۍ دکلتور په وده مصرفوي خو د سندرې دپرمختګ اؤ دسندرغاړو د روزنې هیڅ پروګرام په لاس کې نه لري
هغه وایي “که دلته د نوؤ فنکارانو د تربیت دپاره فني اکیډمۍ وی، نو نوي فنکاران به زده کړو له ورتلل،هغوئ به پېشه وارانه تربیت ترلاسه کولو، پښتو سندرې به په ټوله دنیا کې په پروفیشنل توګه په مخکې تللې اؤ معرفي کیدلی خو د بدنصیبۍ نه دلته داسې هیڅ نشته”
دغه دواړه هنرمندانې خویندې وایي خو دا بیا هم دپښتنو په ځانګړي ډول دپېغلو صلاحیت دی چې نشت وسائیلو باوجود د سندرو میدان ته را اوځي اؤ په سندرو کې لویې لویې نومونه پیدا کوي