لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سري لنکا: پر کلیساو او هوټلونو باندې چاودنو کې ٢٠٠ نه زیات کسان وژل شوي


دسري لنکادپلازمینې کولمبو په بیلا بیلو سیمو کې د شپږو بمي چاودنو له امله له ٢٠٠ نه زیات کسان وژل شوي او سلگونه نور ژوبل شوي دي.​

نړېوالو رسنیو د اتوار په ورځ‌ ویلي دا چاودنې د ایسټر د دستورو په مهال په درېوو مسیحي عبادتخانو اؤ درېوؤ هوټلونو کې شوي دي.

راپورونه وایي چاودنې په کوچیکاډی،سینټ سیبسټن اؤ بیټیکولا کلیساؤ کې هغه مهال شوي چې خلک په عبادتونو بوخت وؤ

دسري لنکا پولیس وایي د پلازمینې کولمبو په یوه کلیسا اؤ ګڼو هوټلونو کې چاودنې شوي اؤ دکولمبو په کلیواله سیمه کې هم دوه دمسیحیانو عبادتخانې په نخښه کړل شوي دي.

​دسري لنکا وزیراعظم رانیل وکرما سنګهی په ټوئټر ددغو چاودنو غندنه کړې اؤ دا یې یو خونړی ګام بللی دی.

هغه په ټول قام غږ کړی چې د مشکل په دې حالت کې خپلو کې یو موټي پاتې شي اؤ دچا په پرویګنډو غوږ ونه ګروي

په کومو هوټلونو کې چې چاودنې شوي د هغې پیژندګلو د شانګري ،سینیمین ګرانډ اؤ کنګسبري هوټلونو په نومونو شوې ده.

په سمدستي توګه د کولمبو د هسپتال ډائریکټر پخلی کړی ؤ چې چاودنو کې ۲۰کسان وژل شوي اؤ۲۸۰نه زیات نور ژوبل شوي دي خو وروسته به نړیوالو رسنیو وویل چې دمړو شمیر ٢٠٠ نه اووښتی دی.

راپورونه وایي چې د یوشمیر ژوبلو کسانو حالت هم مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیره نوره هم سیوا کیدلی شي.

تر اوسه ددې پېښو پړه لا چا په غاړه نه ده اخستې.

XS
SM
MD
LG