لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجاپان اؤ جرمني پولو نه په بې خبرۍ په وزیراعظم عمران خان کلکې نیوکې روانې دي


دپاکستان په وزیراعظم عمران خان پسې په ټولنیزو رسنیو دهغه په هاغه بیان سختې پچموزې اؤ نیوکې روانې دي چې ویلي یې وؤ‌ د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته جاپان اؤ جرمني پخپله پوله ګډ تجارت کړی ؤ.

ایران ته دخپل سفر په مهال د دوشنبې په ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان دېوې ډلې سره لیدنه کې ویلي وؤ‌چې د دوهمې نړېوالې جګړې په مهال په لکونو عام وګړي وژل شوي وؤ خو ددغې جګړې وروسته جرمني اؤ‌ جاپان پرېکړه وکړه چې هغوئ به په پوله ګډ تجارتي صنعت لګوي.

جرمني د یورپ په براعظم اؤ جاپان دایشیاء دبراعظم په ختیز کې پروت دی چې د دواړو هیوادونو ترمینځ شاوخوا نهه زره اؤ۷۱ کلو میټره واټن دی خو دپاکستان وزیراعظم د دواړو هیوادونو پوله شریکه یاده کړې وه.

دعمران خان ددغه څرګندونو وروسته دپاکستان پیپلز ګوندمشر بلاول بوټو زرداري په ټوئټر په عمران خان سختې نیوکې کړي اؤ لیکلي یې دي څومره دافسوس خبره ده چې زمونږ وزیراعظم دا ګڼي چې ګنې دجرمني اؤ‌جاپان پولې یو بل سره لګیدلي دي

هغه په طنزیه انداز لیکلي “هرکله چې اکسفورډ پوهنتون یوازې د کرکټ په اساس داخلې ورکوي نو بیا خو به هم داسې کیږي”

مدني فعالې ګل بخاري هم په ټوئټر دعمران خان په بیان پسې خندنی کړی اؤ لیکلي یې دي” کوم دوه هیواده چې په دوهمه نړېواله جګړه کې ائتلافیان وؤ اؤ د یو بل څخه په زرګونو کلو میټره اؤ اووه سمندره لرې پراته وؤ ،یعنې جرمني اؤ جاپان دهغې په هکله عمران خان وایي چې له دې جګړې وروسته یې خپلو کې دنه جنګیدلو په خاطر په پوله ګډ صنعت ولګولو”

ګل بخاري په اشاره کې داسې تاثر ورکړی چې ګنې دپاکستان وزیراعظم عمران خان پوځ واک ته رسولی اؤ دپوځ د سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په مخاطب کولو یې لیکلي “ډيره وشوه باجوه صیب ،مونږ نور چا سره دسترګو لګولو جوګه پاتې نه شو”

خو د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون افتخار دراني ددغو نیوکو په ځواب کې رسنیو ته ویلي چې وزیراعظم عمران هیڅکله دا نه دي ویلي چې جرمني اؤ جاپان ګډه پوله لري بلکې هغه ویلي وؤ چې جرمني اؤ جاپان پخپلو پولو صنعتونه لګولي وؤ

خو دپاکستان یو وتلي خبریال طلعت حسین بیا په ټوئټر دعمران خان دبیان هغه ویډیو خپره کړې ده چې هغه پکې وایي جرمني اؤ جاپان پخپله پوله صعنت ولګولو

طلعت حسین لیکلي “جاپان جزیزه نما هیواد دی چې په براعظم ایشاء کې پروت دی اؤ جرمني د منځنۍ اروپا هیواد دی، په دوهمه نړیواله جګړه کې دا دواړه هیوادونه ائتلافیان وؤ خو خو وزیراعظم یې نور څه ګڼي”

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG