لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي امریکا سره دشکیل اپریدي اؤ عافیه صدیقي په تبادله خبرې کیدی شي


دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي چې که چرې راتلونکي کې دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ اؤ وزیراعظم عمران خان ترمینځ لیدنه وشي نو دعافیه صدیقي اؤ شکیل اپریدي په تبادله خبرې کیدی شي خو اطلاعات داسې دي چې عافیه صدیقي پخپله نه غواړي پاکستان ته راشي.

تیرکال هم پاکستان کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن معلومولو کې امریکایي سي ایي ای سره دمرستې په تور دبندي ډاکټر شکیل اپریدي دپرېښودلو په بدل کې دعافیه صدیقي پاکستان ته دسپارلو ګنګوسو سر راپورته کړی ؤ خو ددسمبر په میاشت کې خارجه وزیر شاه محمود قریشي دغه ګنګوسې رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ په دې اوازو کې هیڅ حقیقت نشته.

د انلائن برتانوي ورځپاڼې دي انډیپینډنټ سره یوه مرکه کې ډاکټر فیصل ویلي دپاکستان حکومت له هره اړخه جاج اخلي چې عافیه صدیقي باید پاکستان ته څنګه راوستل شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي داسې اطلاعات شته چې ښایي نه غواړي عافیه صدیقي یو ځل بیا پاکستان ته راستنه شي.

خو امریکا کې دبندي پاکستانۍ ډاکټرې خور فوزیه صدیقي دبهرنیو چارو ددفتر د ویاند دا دعوه رد کړې اؤ‌ ویلي یې دي چې که څوک وایي چې ډاکټره عافیه پخپله پاکستان ته راتلل نه غواړي نو دا دروغ دي.

پاکستاني میډیا ته فوزیه صدیقي ویلي دپاکستان حکومت ورته ډاډ ورکړی ؤ چې تر دمارچ میاشت پورې به عافیه صدیقي له زندانه راخلاصه شي خو اوس یې بیا په دغه معامله ځان غلی کړی دی.

تیرکال دنومبر په میاشت کې دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډاکټرې فوزیه صدیقي سره لیدلي وؤ اؤ هغې ته یې ډاډ ورکړی ؤ چې حکومت به دعافیه صدیقي په راخلاصولو کې کوټلې همکاري کوي.

امریکا کې دترهګرۍ په تور بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي تیرکال دپاکستان وزیراعظم عمران خان ته یو لیک لیږلی ؤ چې پکې یې لیکلي وؤ هغه عمران خان د ټولو مسلمانانو دخلیفه په توګه لیدل غواړي.

عافیه صدیقي چې دنائن الیون دپېښو په پلان جوړونکي اؤ دالقاعده دمهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده دکال 2008م دجولايي په مياشت کې دافغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو دخپل مشر ځوې احمد سره يو ځايې نيولې وه.

په هغې تور دی چې دنیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ ددې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا دبريدونو پلانونه څرګندیدل.

خو عافیه صدیقي اؤ کورنۍ یې دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې هغه دپاکستان څخه تښتول شوې ده.

ډاکټرې عافيه صديقي ته په امریکا کې په ٢٣م ستمبر کال ٢٠١٠م کې د وژنې دهڅې په ګډون د اوؤ تورونو په اساس د٨٦ؤ کلونو دبند سزا اورول شوې وه اؤ اوس مهال دټيکساس دفورټ ورتهـ په يو زندان کې بندي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG