لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سریلنکا ولسمشر د دې هېواد پر دوو توندروه اسلامي ډلو بندیز ولګاوه


واشنګټن ــــ د سریلنکا ولسمشر په دې هېواد کې دوې توندروه اسلامي ډلې غیرقانوني ګرځولې چې ګومان کېږي یوه یې د تېرې یکشنبې- اتوار په خونړي برید کې لاس لري چې تر 250 زیات کسان پکې و وژل شول. د دې برید ذمه واري داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.

د سریلنکا په ختیځ ښار امپارا کې امنیتي ځواکونو وړمه شپه ناوخته په دې هېواد کې د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو په مشکوکو وسلوالو پسې په یوه کور کې پلټنه کوله چې هغوی لومړی یو په بل پسې درې چاودنې کړې او بیا د دواړو غاړو تر منځ نښته پیل شوې ده.

پولیس وایي نښته د سریلنکا د وروستیو خونړیو بریدونو د پلانوونکي زهران هاشم کلي ته نیزدې شوې چې ګومان کېده د تېر اتوار- یکشنبې د ورځ په برید کې لاس لرونکي کسان به پکې پټ وي.

د سریلنکا پوځي چارواکي وایي تر نښتې څو ګنټې وروسته تېره ورځ سهار وختي چې دوی د پېښې ځای ته ورغلل، نو په هغه کور کې یې 15 مړي وموندل، چې وایي د وسلوالو په ګډون 6 ماشومان هم پکې شامل وو. د پولیسو ویاند راون ګنا سیکارا وایي، ځینې مړي د توندروه وسلوالو دي چې وایي خپله یې ځانونه په چاودېدونکو موادو وژلي دي.

یو بل پوځي ویاند بیا ویلي چې په همدې امپارا ښار کې یې په یوه بل ځای کې د پلټنې په مهال د داعش ډلې بیرغونه، د چاودېدونکي مواد، زرګونه اوسپنیز مخونه او یوه ډرون کېمره موندلي دي.

د اپرېل په 21مه د سريلنکا په پایتخت کولمبو کې پر چرچونو او هوټلونو باندې په پرله پسې ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې تر 250 زيات کسان وژل شوي وو.

د سریلنکا پولیسو تر برید وروسته په ټول هېواد کې د توندروه اسلامي تنظیمونو او داعش ډلې په وسلوالو پسې پلټنه پیل کړې ده. د سريلنکا ولسمشر میتریپالا سیریسینا رسنیو ته د استخباراتي معلوماتو په اساس ویلي، په هېواد کې یې اوس هم له داعش ډلې سره تړاو لرونکي 130 مشکوک کسان موجود دي، چې وایي پولیسو یې شاوخوا 70 تنه نیولي او په نورو پسې- چې ویل کېږي ښکاره ګرځي- پلټنه روانه ده.

د سریلنکا کېتولیکې کلیسیا د تېر اتوار تر خونړیو بریدونو وروسته د نن یکشنبې د ورځې ټولې دعاییه غونډې د ممکنه خطر له کبله ځنډولې دي. د کولمبو د کلیسا پادري میلکم رنجیت وایي، د امنیت په اړه یوه خبرپاڼه یې لیدلې چې پکې د نورو بریدونو خبرداری ورکړل شوی دی.

بل لور ته د تېرې جمعې په ورځ په سریلنکا کې د مسلمانانو د جوماتونو هم ټینګ امنیت نیول شوی وو او د ځوابي بریدونو د خطر له ډاره اکثر مسلمانانو جوماتونو ته له ورتګه ډډه کوله.

پر کلیساوو او هوټلونو د بریدونو ذمه واري داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې ده، خو د سریلنکا ولسمشر میتریپالا سیریسینا د دې هېواد دوې توندروه اسلامي ډلې- چې ورباندې په وروستیو بریدونو کې د لاس لرلو شک کېږي- غیرقانوني اعلان کړې. ولسمشر سیریسینا له خپل بیړني واک څخه په ګټې اخیستو پر نېشنل توحید جماعت او جماعتِ ملت ابراهیم باندې بندیز ولګاوه.

د سریلکا امنیتي چارواکي وایي، ګومان کوي چې نېشنل توحید جماعت مرکزي ډله ده چې د کولمبو د بریدونو تر شا لاس لري.

ولسمشر سیریسینا ويلي، د بريدونو مرکزي پلانوونکی زهران هاشم په هماغه ورځ پر شنګریلا هوټل باندې د بريد په مهال وژل شوی دی، خو د هغه خور د سریلنکا میرر ورځپاڼې ته ویلي، چې مور و پلار، وروڼه او یوه خور یې د اپرېل له 18مې نېټې ورک دي.

د هندوستان هندو ورځپاڼې د سریلنکا د اعلی پوځي چارواکو له خولې لیکلي چې د کولمبو د بریدونو پلانوونکي زهران هاشم ډېره موده په هند کې تېره کړې وه. هندي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دا یې منلې چې هغه له ځینو هندي ځوانانو سره اړیکي لرلې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت سریلنکا ته د سفر په اړه یو خبرداری خپور کړی او ویلي یې دي چې کېدای شي ترهګر په دې هېواد کې پر نورو عبادتخانو، مارکیټونو، پارکونو او عامو ځایونو بریدونه هم وکړي، ځکه نو وایي سیلانیان دې دې هېواد ته د سفر پر پلان فکر وکړي. په کولمبو کې د امریکې سفارت پر خپله ټویټر پاڼه له خلکو د احتیاط غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته دې نه ځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG