لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني او خلیلزاد په لیدنه کې د افغانانو تر منځ د سولې پر خبرو ټینګار کړی


عکس له ارګ څخه په مننې
عکس له ارګ څخه په مننې

واشنګټن ــــ افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خالي- شنبې په ورځ ناوخته په کابل کې د لیدو کتو پر مهال د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو ټینګار کړی.

د صدر اشرف غني د دفتر یا ارګ له خوا په خپاره شوي بیان کې په راتلونکي کې د افغان طالبانو سره د افغان حکومت په مشرۍ د نېغ په نېغه ملاقات غږ هم شوی.

افغان طالبان د تېر کال د ستمبر میاشتې راهیسې د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد او د هغه د ډلې سره خبرې اترې کوي خو تر دې دمه د افغان حکومت سره د نېغ په نېغه خبرو نه انکاري دي.

وسله والو طالبانو د فرورۍ په میاشت کې په ماسکو کې د افغانانو تر منځ شوې یوه غونډه کې هم ګډون کړی وو. په دغه غونډه کې ګڼ شمېر افغان سیاسي مشرانو او نورو اړونده مشرانو ګډون کړی وو، خو طالبانو دا شرط ایښی وو چې په دغه غونډه کې به د صدر اشرف غني انتظامیه ګډون نه کوي.

د دغې وروسته د امریکا او یو شمېر سیمه ییزو هیوادونو د سخت فشار وروسته افغان طالبان دې ته رضا شوي چې په راتلونکې کې کېدونکې دغه شان غونډه کې به د صدر غني د انتظاميې ځینې کسان برخه واخلي خو په شرط د دې چې دغه کسان به په خپل ذاتي حیثیت په دغه غونډه کې ګډون کوي.

دغه غونډه چې د روانې میاشتې په 20مه او 21مه نېټه ټاکل شوې وه په اخیري وخت کې د طالبانو له خوا وځنډېده. طالبانو ویل افغان حکومت غوښتل چې په دغه غونډه کې دې حکومتي چارواکي ګډون وکړي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دغې غونډې وروسته په یو بیان کې ویلي وو "د دغې غونډې د تیاریو په اخیري وخت کې د کابل انتظاميې چارواکو په ارګ کې خپله یوه عجبه غونډه وکړه او د خپلې خوا نه يې ځني شرطونه کېښودل او سرې کرښې يې راښکلې او ځان نه يې د دغې غونډې کوربه جوړ کړو".

د افغانانو تر منځ د دغې غونډې جوړوونکې ډلې سنټر فار کنفلکټ اېنډ هیومنټیرین سټډیز مشر سلطان برکت له هغه وروسته په یو ټویټ کې ویلي وو "د ټولو ډلو له خوا د ښو ارادو او بې پروا کوښښونو وروسته هم څه ګډ هدف تر لاسه نه شو".

په سفارتي کچه د خبرو اترو په لار د افغانستان اوږدې جګړې د پای ته رسولو په غرض د امریکايي استازي ښاغلي خلیلزاد د سیمه ایزو هیوادونو دا اووم سفر دی. په خپلو دغو سفرونو کې د تېر کال له ستمبر میاشتې را په دې خوا نوموړي پینځه وارې د افغان طالبانو سره مخامخ ملاقاتونه کړي او امکان دی په دې تازه سفر کې یو وار بیا د طالبانو سره لیده کاته وکړي. د طالبانو سره د قطر په پایتخت دوحه کې په خپل اخیري ملاقات کې زلمي خلیلزاد تر 16 ورځو پورې اوږدې خبرې اترې کړې وې.

په یادو ملاقاتونو کې دواړه خواوې په اصولي توګه په دې صلاح شوي چې امریکا به د افغانستان نه خپل عسکر باسي او په بدل کې به طالبان د دې خبرې ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به هیڅ یوې ترهګرې ډلې ته د بل کوم یو هیواد پر ضد کارولو ته نه پریږدي. خو د دغې نور څه تفصیلات په ډاګه نه شول او ښاغلي خلیلزاد بیا بیا دا خبره وکړه چې تر څو په ټولو خبرو صلاح نه وي شوې په هیڅ هم صلاح نه ده شوې. په دغو کې د طالبانو له خوا د ډزبندۍ او د سولې په خبرو اترو کې د افغان حکومت ګډون هم شامل دی چې افغان طالبان د دغه دواړو غوښتنو مخالفت کوي.

بل خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د صدر اشرف غني نه غوښتنه کړې چې د ګل- دوشنبې د ورځې نه پېلیدونکې لویه جرګه دې وځنډوي. حامد کرزي ویلي د لویې جرګې له وجې د افغان طالبانو سره کېدونکې خبرې اترې ځنډېدای شي. زلمي خلیلزاد د صدر غني له خوا د لویې جرګې د اعلان په پیل کې هرکلی کړی وو.

د صدر حامد کرزي د دفتر له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د سولې په خبرو کې څه نتیجې ته د رسېدو وروسته لویه جرګه رابلل پکار ده، چې د سولې په خبرو کې شوي پرمختګونه پکې سر ته ورسول شي.

په کابل کې د ګل- دوشنبې په ورځ پیلېدونکې دغې لویې جرګې لپاره د وړاندې نه په زرګونو ګډونوال کابل ته رسېدلي. د لویې جرګې په نژدې 3000 غړو کې به په سلو کې 30 ښځې وي.

د حامد کرزي له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي د لویې جرګې لپاره په روایتي توګه پکار شرطونه نه دي پوره شوي او حال دا چې د ملي یووالي حکومت هم د جرګې په اړه په خپلو کې یو شان نه ښکاري.

د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وړاندې ویلي په دغه جرګه کې به ګډون نه کوي او زیاته کړې يې ده چې د جرګې تر تیاریو وړاندې د دوی سره مشوره نه وه شوې. ښاغلی عبدالله عبدالله په هغو 12 صدراتي کاندیدانو کې شامل دی چې په لویه جرګه کې د ګډون نه یې انکار کړی. صدر اشرف غني هم په ستمبر کې کېدونکو صدرارتي ټاکنو لپاره خپل ځان اعلان کړی. یو شمېر څېړونکي او صدارتي کاندیدان داسې ویرې لري چې صدر اشرف غني لویه جرګه د سیاسي ګټو تر لاسه کولو لپاره کارولی شي.

خو صدر اشرف غني او د هغه ویاند بیا دریځ لري چې د دغې لویې جرګې مقصد د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره تیارۍ نیول دي چې افغان ولس دا فیصله وکړي چې په دغو خبرو اترو کې افغان حکومت کومو خبرو ته پام وکړي. د صدر غني د انتظاميې یو مشر سلاکار ضیاالله امرخېل ویلي "که امریکا د طالبانو سره د افغان سولې په اړه څه لوظنامې ته رسي د دغه لوظنامې عملي کولو ذمه واري به د افغانستان په حکومت راځي".

د زیارت- پنجشنبې په ورځ امریکايي استازي خلیلزاد په ماسکو کې د روس او چین چارواکو سره هم د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړې وې. د دغه لیدو کتو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې په طالبانو غږ شوی وو چې د سولې لپاره دې د افغان حکومت د استازو په شمول د نورو افغان وګړو سره زر تر زره وویني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG