لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروې رپوټ: د پاکستان په ګډون په 16 هېوادونو کې مذهبي ازادي د اندېښنې وړ ده


واشنګټن ــــ د امریکې یوې خپلواکې څارونکې ډلې د دوشنبې یا ګل په ورځ په خپل نوي راپور کې د پاکستان په ګډون په 16 هېوادونو کې مذهبي ازادي د اندېښنې وړ بللې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د لسو هېوادونو لېسټ خپور شوی چې له مذهبي ازادۍ په سرغړوونکو هېوادونو کې پاکستان، برما، چین، ایریټریا، ایران، شمالي کوریا، سوډان، سعودي عربستان، تاجکستان او ترکمنستان شامل دي.

د امريکې د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمیشن (یو ايس سي ار اېف) د امریکې د بهرنیو چارو له وزارته غوښتنه کړې چې د دغو لسو هېوادونو تر څنګ دې مرکزي افریقا، نایجیریا، روس، سوریه (شام)، ازبکستان او ویټنام هم د مذهبي ازادۍ د تر ټولو لویو سرغړوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

د راپورونو له مخې په پاکستان کې له ډېرې مودې راهیسې د مذهبي لږکیو پر ضد ترهګر بریدونه کیږي. په وروستیو کې د عیسوي لږکیو او شعیه مسلمانانو سره د تشدد پېښو د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمیشن سخت اندېښمن کړی.

د امریکا یوه ریاستي اداره چې د نړۍ په کچه د مذهبي ازادیو څارنه کوي، وایي چې په 2018م کال کې په پاکستان کې مذهبي آزادي په عمومي توگه مخ په ښکته روانه وه.

د نړېوالې مذهبي آزادۍ په راپور کې د پاکستان په برخه کې لیکلي چې په تېر کال کې توندروه ډلو او ځینو خلکو، د مذهبي اقلیتونو لکه د هندوانو، مسیحیانو، سیکانو، احمدیانو او شیعه مسلمانانو په وړاندې کرکې او توپیري چلند ته ادامه ورکړله.

په دغه راپور کې د افغانستان یادونه هم شوې چې ویل کیږي د توندروه او ترهګرو ډلو له کبله په دې هېواد کې هم مذهبي ازادي له خطر سره مخامخ شوې ده.

د دې رپوټ له مخې، په تېر 2018م کال کې په ایران کې هم حالات لا پسې خراب شوي، ځکه چې وایي حکومت د غیرشیعه مسلمانانو، بهايي او مسیحي وگړو ټکونې او ځورونې زیاتې کړې دي.

رپوټ زیاتوي چې د 2018م کال د حالاتو پر بنیاد ایران یو له هغو 16 ملکونو گڼل شوی چې د مذهبي آزادۍ له اړخه د ځانگړې اندېښنې وړ دی.

ایران تر اوسه د دې رپوټ په اړه کوم غبرگون نه دی ښودلی.

د مذهبي ازادیو په محدودوونکو او بندیز لګوونکو هېوادونو کې چین تر ټولو بدترین او د اندېښنې وړ هېواد بلل شوی ځکه چې چین دا مهال له 8 لکو تر دوو ميلینو یوغور مسلمانان په زندانونو کې بندي کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG