واشنګټن ــــ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د دوشنبې- ګل په ورځ په خپل خبري کانفرنس کې پښتون ژغورنې غورځنګ ته دړکې او خبرداری ورکړی او ویلي یې دي "څومره ازادي چې یې تر لاسه کوله هغه یې تر لاسه کړه نور د دې تحریک وخت ختم دی".
آصف غفور یو بل خبرداری هم ورکړی چې د پي ټي ایم پر ضد به قانوني کاروایي کوي او لا یې یوه بله دړکه کړې چې د پي ټي ایم پر ضد کاروایي کول څه ګران کار نه دی.
په تېرو میاشتو کې هم د پوځ ویاند د خبري کانفرنس په مهال پي ټي ایم ته دې ته ورته خبرداری ورکړی وو او ویلي یې وو چې اوس دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.
منظور پښتین د دې په ځواب کې ویلي وو چې د هېواد عملداري آیین وي او د ریاست عملداري هغه سړی چېلنجوي چې آیین ماتوي.
څېړونکي وایي د پوځ د ویاند د خبرداریو او دړکو څخه دا څرګندېږي چې د پي ټي ایم نعرې پوځ بېخي ګنګس کړی دی او کومه لار یې نه ده موندلې چې د تحریک مشهورې نعرې ته "یہ جو دہشتگردی ہے، اس کے پیچھے وردی ہے (دا چې ترهګري ده: د دې تر شا وردي ده) " څه ځواب وایي.
څېړونکي دا هم وایي چې د دړکو او د خبرداریو ژبه دا ښیي چې د پاکستان پوځ د پي ټي ایم د عوامي زور له امله ډېر تر فشار لاندې دی. مېجر جنرل آصف غفور د خبري کانفرنس په وخت د دې پوښتنې په کولو سره ډېر ګنګس ښکارېده چې "دا لر او بر څه شی دی؟".
پر ټولنیزو رسنیو دې دړکو ته د بېلابېلو خلکو له خوا سخت غبرګون ښودل شوی دی او ډېرو خلکو د پوځ په ویاند دا نیوکې کړې چې ځکه سخته ژبه کاروي چې دلیل یې کمزوری دی او دا چې په هېواد کې دوی کله او څه هم وغواړي نو کولای یې شي.
پي ټي ایم په خپل غبرګون کې ویلي چې د پاکستان پوځ د دوی پر ضد د زور ژبه کاروي او دا د دوی هغه سوچ ښیي چې دوی د مسئلو د حل اړخ ته تلل نه غواړي.
منظور پښتین وي.او.اې ډیوه ته د دغې سختې ژبې په عکس العمل کې ویلي چې "دا د ترهګرۍ د سوچ عکاسي کوي".
په امریکا کې مېشت د پاکستان او افغانستان د چارو څېړونکی ډاکټر محمد تقي پوښتنه کړې، چې آیا د پوځ د ویاند د لیل مضبوط نه دی نو ځکه داسې ژبه کاروي؟.
په پاکستان کې د مدني ټولنې فعال او قانون پوه جبران ناصر ویلي: "کله چې د واک اختیار خاوندان د خپلو خلکو پر ضد د زور ژبه استعمالوي نو له دې سره قام کمزوری کېږي".
د پوځ د ویاند د خبري کانفرنس په ځواب کې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې د پي ټي ایم سره دې خبرې وشي او دی تیار دی چې د منځګړي رول ولوبوي.
د پاکستان د پوځ ویاند په یو بل اړخ نیوکې کېږي چې ولې د پوځ استازی د هېواد پر هغو موضوعاتو خبرې کړې دي چې له حکومت سره تړاو لري. پر پوځ نیوکې کوونکي وایي چې پوځ په سیاست، اقتصاد، آیین، عدلیه، تعلیم، مطبوعاتو، خارجه او داخله تګلاره باندې خبرې کوي کوم چې د پوځ نه بلکې د حکومت کار دی.
بلاول بوټو په خپل خبري کانفرنس کې ویلي، چې کله حکومت د پوځ ادارو له لارې خپله بیانیه وړاندې کوي نو بیا به دغه ادارې ارو مرو لانجمنې ګرځول کېږي.
د پوځ دریځ:
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور د دوشنبې- ګل په ورځ په پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د افغانستان او هند د استخباراتو نه د پېسو اخيستو سخت تورونه لګولي وو.
په پوځي مرکز کې خبري غونډې ته په وېنا کې نوموړي ويلي وو، پوځ د پي ټي اېم نه غوښتنې لري چې دوی ته فنډ (پېسې) د چرته نه راغلي، د دوی سره څومره پېسې دي او هغه د چرته نه راځي.