لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمزدورانو نړیواله ورځ اؤ د واکمنانو له نظره پناه دپښتون مزدور بد وضعیت


نن بیا دهرکال څیر په نړۍ کې د خواریکښو ورځ نمانځل کیږي، خو نن بیا حمید کاکا دسحر په شپږو بجو دپېښور په سوړیزو سیمه کې د خښتو بټۍ ته تللی اؤ وایي نن یې تابیا کړې ده چې دمعمول نه به زیات کار کوي چې د خپل کور دبجلۍ راغلی بل ۵۸۴ روپۍ لنډې کړي.

۶۵کلن حمید چې څلور لوڼه اؤ یو زوئ لري د تیرو دیرشو کالو نه دپهلوان دخښتو بټۍ کې کار کوي ،هغه عموماً سحر شپږ بجې دکوره دخښتو بټۍ ته مزدورۍ له ځي اؤ تر ماښام پینځوؤ بجو پورې خښتې جوړوي.

هغه وایي کله چې ورپسې دبجلۍ بل راشي یا غم،ښادي ،روغ رنځور ورته پېښ شي نو بیا دسحر د پینځوؤ بجو نه دماستخوتن اتوؤ بجو پورې کار کوي چې دا شان لګی زیاتې پیسې وګټي اؤ خپل ضرورتونه پرې پوره کړي.

دحمید دوه بچي په هائی اؤ یو په پرائیمري سکول کې سبق وایي، ښځه یې د تور زیړي په رنځ اخته ده، لوڼه یې هغې سره دکور کارونه کوي اؤ وایي چې دکور د ورځې لګښت یې ۵۰۰ روپو ته رسیږي اؤ هغه د تمامې ورځې په مزودرۍ کې کله پینځه سوه اؤ کله شپږ سوه روپۍ ګټي.

هغه وایي په مزوورۍ کې دکور خرچه ویستلی شي خو د روغ ناروغه اؤ غم ښادۍ کار چې پرې کله راشي نو هغې ته بیا بې وسه وي اؤ د بټۍ دمالک نه پور اخلي اؤ دغه پورونه پرې دوؤ لکو روپو ته ختلي دي چې اوس یې د ورکولو توان نه لري.

د حمید کاکا دژوند ننۍ ورځ دهغه دمسلو اؤ مشکلاتو سره د خښتو په دې بټۍ کې پریږدو اوس ورځو دپېښور په باچا خان چوک کې د مزدورانو د اتحادیې لخوا راجوړ شوي احتجاجي لاریون ته !

دمزدورانو لاریون اؤ حکومتي بې تفاوتي

دا پاکستان ورکرز فیډریشن اؤ پي ډبلیو ډي لیبر یونین لاریون دی چې په لسګونو مزوران ورته دصوبې دبیلابیلو برخو نه سحر نهه بجې دپېښور باچاخان چوک ته راټول شوي دي.

دوئ په لاسونو کې کتبې اؤ بینرونه نیولي په کوم چې لیکل شوي “دمزورانو استحصال دې بند کړل شي، مزدور ته دې دهغه حقونه ورکړل شي، مزدورانو نه د ژوند حق مه تروړۍ، مزدور ته دې دهغه مزدوري دهغه دمحنت مطابق ورکړل شي، د مزورانو بچو ته دې دعلاج اؤ تعلیم اسانتیاوې ورکړل شي “

ددې ترڅنګ داسې نورې هم ډيرې غوښتنې ددې مزدورانو لخوا کیږي.

ددې مزورانو لیدران په لاسي لوډسپیکر جذباتي تقریرونه کوي، خو د دوئ مخې ته نه خو کوم دولتي وزیر یا مشیر ولاړ دی نه کوم بل چارواکی چې د دوئ غوښتنې داقتدار تر ماڼیو ورسوي،

یوازې د رسنیو پینځه شپږ خبریالان ددې ستر لاریون په کوریج بوخت لیدل کیږي.

نن د صوبې په بیلابیلو برخو کې د مزدورانو د ورځې په اړوند د سیمینارونو اؤ ورکشاپونو تابیا هم شوې ده ،

خو دصوبې حکومت د مزدروانو د بدو ورځو ختمولو دپاره تر اوسه څه ګامونه اخستي دي یا څه کول غواړي ؟

په دغه هکله مو د مزدروانو اؤ صنعتونو په اړوند د صوبې دزیراعلی د ځانګړي معاون عبدالکریم خان دنظر اخستلو په موخه بیا بیا هڅه وکړه چې هغه سره تماس ونیسو خو هغه ټیلي فون ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

پاکستان کې د مزدورانو وضعیت

په پاکستان کې حکومت دمزدور لږ ترلږه مياشتنى۱۵۰۰۰ روپۍ ټاکلى ، خو په عملي ژوند کې نن هم ليدل کيږي چې په مختلفو ادارو اؤ کارخانو کې داسې ګڼ شمير مزدوران په کارونو بوخت دي چې دهغوي دمياشتې معاش پنځه زره يا دهغې څخه هم لاندې دى.

ه کال ١٩٨٦ء کې چې دشکاګو مزدورانو دمزدورانو دکار دوخت دپاره خپلې کومې وينې توئ کړې وې دهغې يادؤنه نن هم هرکال برابر کيږي.

خو نن هم دپاکستان اؤ يو شمير نورو مخ په ترقۍ هيوادونو کې دمزدورانو څخه د دولسو نه نيولې تر شپاړسو ساعتو محنت اخستل کيږي.

بیلابیلې سروی اؤ مطبوعاتي راپورونه ښایي چې په نزدې وختونو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې یو شمیر مزدورانو د کار نه موندنې اؤ نیستۍ له امله نه یوازې خپل ځانونه ، بلکې خپل اولادونه یې هم وژلي ډي.

دا مهال په پاکستان کې که يوخوا دګيس اؤ بجلۍ دلوډشيډنګ، زياتو ټيکسونو اؤ معاشي کمزورۍ له امله دسوونو صنعتونو تړل کيدو له امله په لکونو مزدوران بې روزګاره شوي نو بلخوا دزياتې ګرانۍ په وجه په خواري کښه طبقه کې ورځ تر ورځه داخستو توان کمزورى کيږي.

دصوبې حکومت څه وایي؟

دخیبر پښتونخوا صوبې داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی دا مني چې دمزدورانو وضعیت ډاډمن نه دی خو وایي حکومت د مزدورانو د ستونزو هواري نه بې غوره نه دی اؤ هغوئ ته یې د ویړیا علاج دپاره نه یوازې صحت انصاف کارډونه ورکړي بلکې د استوګنې دپاره یې هم وزیراعظم د کورونو جوړولو منصوبه اعلان کړې ده.

بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې شوکت یوسفزي ویلي دې کې شک نشته چې په دې صوبه کې ګڼ شمير صنعتونه دبيلا بيلو وجوهاتو له امله بند شوي اؤ مزدوران بې روزګاره شوي ، چې يو عمده علت يې په تیرو وختونو کې دصوبې دامن خراب صورتحال هم ؤ.

شوکت يوسفزئ وويل په تيرو وختونو کې ددې صوبې حکومتونو هيڅ کوشش نۀ دى کړى چې بهرني سرمايه کاران په خيبرپښتونخوا کې سرمايه کارۍ ته تشويق کړي ، خو دهغوي حکومت دسړکونو جوړولو اؤ په ټيکسونو کې دنرمۍ راوستو له لارې پنګه والو ته په دې صوبه کې دپنګو اچولو زياتې موقعې ورکړي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG